ملګري ملتونه: په عراق کې له اکتوبره په احتجاجونو کې 269 تنه وژل شوي او 8000 ټپیان دي

واشنګټن ــــ د عراقي پارلیمان غونډه د شنبې، خالي په ورځ رابلل شوې وه چې په ممکنه سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو باندې پکې بحث وشي. ایران د عراقي وزیر اعظم عادل عبد المهدي وختي مرسته کړې چې د روان وخت د پاره پر ځای پاتي شي.

د شنبې- خالي په ورځ د عراق امنیتي ځواکونو د عراق په سر ښار بغداد کې احتجاج کوونکو نه درې مهم پلونه خالي کړي.

یو ويډیو کې لیدلې شي چې د یکشنبې په ورځ عراقي امنیتي ځواکونو په سلګونو مظاهرین چې ډیر پکې ځوانان لیدلی شي د دریو مهم پلونو څخه لرې کوي او په دوی باندې د اوښکې بهوونکي ګېس استعمال هم کوي. ځوانان پکې لیدلی شي چې مخونه ته یې ماسکونه لګولي او سرونه یې تړلې وي.

د عراق د بشري حقونو د څار یوې ادارې دا دعوه کړې چې امنیتي ځواکونو د بغداد په خلاني سکویر کې په مظاهرچیانو نیغ په نیغه ګولۍ ورولې دي او دا دعوه یې هم کړې چې د جمعې په ورځ د ښار په منځ کې يې 6 وګړي وژلي دي، خو وایس اف امریکې پخپله توګه د دې پخلې نه دی کړی.

د ځواکونو د پرمختګ سره دا رپورټونه هم مخ ته راغلي دي، چې د شیعه ګوندونو تر منځ یو معاهده شوې چې د سیاسي اصلاحاتو په بدل کې به د وزیر اعظم عبد المهدي د حکومت ملاتړ کوي.

د فرانس خبري ادارې اې ایف پي رپورټ کې ویل شوي چې د ایران یو لوړپوړي سیمه ییز کمانډر جنرل قاسیم سلیماني د دوو سترو شیعه مشرانو تر منځ معاهده لاسلیک کړې چې د عبدالمهدي حکومت ملاتړ به کوي.

د سعودي عربستان سرکاري ټی وي چینل العربیه ته د عراق یو سیاسي څېړونکي نجم الکساب وویل چې هغه نه ګڼي د عبد المهدي سره په پارلیمان کې مکمل مرسته شته، وروسته له دې نه چې دا معاهده لاسلیک شوې ده، بیا هم هغه د وزیر اعظمۍ په څوکۍ له ډېرې مودې پورې نه شي پاتې کېدی.

ډېر شیعه ګوندونه د هغې مرسته نه کوي او د عراق عوام هم تنګ شوي او باور نه لري چې د هغوی ژوند د ښه کیدو لپاره به دا څه کار وکړي.

او بل طرف ته د عراق امنیتي ځواکونو د بصره په مهم ښار کې د مرکزي حکومتي دفتر مخې ته په احتجاج ناستو مظاهره چیانو باندې د اوښکې بهوونکي ګیس استعمال کړی چې له وجې یې د مرګ ژوبلې پیښې هم مخې ته راغلې دي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو دفتر د عراقي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د خپلو خلکو مسلې دې حل کړي که نه وي دا ویره شته چې روانې خونړۍ مظاهرې به ټول هیواد ته خورې شي او حالات به د قابو نه بهر ووځي.

یاده دې وي چې د حکومت خلاف مظاهرې د یکم اکتوبر نه پیل شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د عراقي امنیتي ځواکونو په شمول 269 مړي او لږ تر لږه 8000 ټپیان رپورټ کړي دي.