حکومت دپارلیمان نه منظور شوي ۱۱قوانین وځنډول،د ډپټي اسپېکر په ضد دبې باورۍ تحریک هم بیرته واخستل شو

National assembly

دپاکستان حکومت داپوزیشن دسخت غبرګون نه وروسته هغه ۱۱ قوانین ځنډولي چې تیره اوونۍ دپارلیمان څخه په یو ساعت کې منظور کړل شوي وؤ اؤ ددې په بدل کې اپوزیشن ګوندونو د قامي اسمبلۍ د ډپټي اسپیکر په ضد دبې باورۍ تحریک بیرته اخستی دی.

په اووم نومبر دقامي اسمبلۍ د ډپټي اسپېکر په مشرۍ قامي اسمبلۍ څخه ۱۱قوانین په یو ساعت کې منظور کړل شوي وؤ چې اپوزیشن ګوندونو دا ګام دپارلیماني اصولو په ضد ګرځولی ؤ اؤ د ډپټي اسپېکر په ضد یې د باورۍ تحریک جمع کړی ؤ.

داپوزیشن دسخت غبرګون نه ورسته تیره ورځ دحکومت اؤ اپوزیشن ډلو ترمنځ په دې اړوند خبرې شوې وې اؤ نن د جمعې به ورځ دقامي اسمبلۍ دغونډې په مهال حکومت دغه ټول منظور شوي قوانین وځنډول.

د واکمن ګوند تحریک انصاف یو تن مشر اسد عمر قامي اسمبلۍ ته خپله وینا کې ویلي حکومت په پارلیمان کې عددي اکثریت لري خو نه غواړي چې داسپېکر اؤ‌ ډپټي اسپېکر منصبونه دپوښتنې لاندې راشي اؤ دمخالفو ګوندونو د رایې درناوی کوي.

دمسلم لیک نواز ګوند مهم مشر خواه اصف د ډپټي اسپېکر قاسم سوري په ضد د بې باورۍ دتحریک دبېرته اخستلو اعلان وکړو اؤ وئ ویل اوس حکومت چې کوم قوانین ځنډولي اوس به اړوند کمیټۍ ددې قانوني مسودو ارزونه کوي اؤ له هغې وروسته به دا قانوني مسودي په ګډ ډول دپارلیمان نه منظوریږي.

دپیپلز ګوند راجه پرویز اشرف وویل حکومت د قوانینو په بیرته اخستلو دستائنې وړ ګام اخستی اؤ اپوزیشن هم د ډپټي اسپېکر په ضد د بې باورۍ دتحریک په بیرته اخستلو د لویې زړه مظاهره کړې ده.

د تیر زیارت په ورځ د پاکستان دحکومت د قامي اسمبلۍ څخه په یو ساعت کې دننه د نهو قوانینو او ١١ قانوني مسودو د منظورۍ ورکړې وه خو دمخالفو ګوندونو دریځ ؤ چې رولز لاندې قانوني مسودې اول اړونده پارليماني کميټيو ته ځي او بيا هلته د اوږد بحث او غور وروستو قامي اسمبلۍ ته د منظورۍ دپاره ليږل کيږي .