قبائیلي محصلین وایي هغوئ سره تعلیمي ادارو کې دځانګړې کوټې سیوا کولو ژمنه نه ده پوره شوې

دقبائلي سیمو محصلین وایي وفاقي کابينې په کال ۲۰۱۷ کې د هغوي د پاره دمسلکي لوړو زده کړو تعليمي ادارو کې د داخلې اخستو دکوټې یو په دوه کولو منظوري ورکړېده خو په دغه فيصله لا تراوسه عمل نه دی شوی.

دغه محصلین وایي د قبائیلي سیمو د زده کوونکو د کوټې نه سیوا کیدو له امله د يادو سيمو زده کونکو ته په دغه تعليمي ادارو کې په لږو ځانګړو سیټونو داخلې اخسلتو کې ستونزې مخې ته راځي.

د فاټا سټوډنټس فېډرېشن مرکزې صدر سعيد الله قبائلي وايي چې د سیفران او صحت د وزارتونو لخوا دښکل شوؤ لیکونو په اساس د خېبر پښتونخوا دکورنیو چارو محکمې رسمي اعلامیه خپره کړې ده چې د قبائلي سيمو طالبعلمانو د پاره به په مېډېکل، انجينرنګ او نورو پوهنتونو کې د داخلې کوټه سوا کړی شي خو تر اوسه په هغې هیڅ رقم عمل نه دی شوی.

د باجوړ ګل رحمان چې په مېډيکل کالج کې د داخلې د پاره باقاعده امتحان ورکړی دی هغه وايي د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې د قبائلي سيمو ځوانان د تعليم نه محرومه پاتې شوې دي او دا چې په هغه وخت کې حکومت د دوي د تعليم د پاره نه په پخوانۍ فاټا کې او نه يي په بندوبستي علاقو کې د ښه تعليم ترلاسه کولو بندوبست کړی ؤ،

هغه وویل پکار ده چې وس هغوي ته د وفاق لخوا کومه یو په دوه کوټه منظور کړل شوې ده هغه دې ورکړل شي.

د قبائلي سيمو د طالبعلمانو د غوښتنو په اړه د خېبر پښتونخوا د صحت وزير هشام انعام الله خان ډيوه نيوز ته وويل چې قبايلي ولس سره حکومت کومې ژمنې کړي هغه به ارومرو ترسره پوره کولی شي.

دصحت وزیر وایي موجوده حکومت غواړي چې قبايلي ځوانان هم د ملک دنورو برخو دزده کونکو په څېر لوړې زدکړې وکړي.

قبائلي زده کونکي وايي چې هغوي وخت په وخت د پېښور پريس کلب، خېبر ميډيکل پوهنتون او نورو تعليمي ادارو مخې ته احتجاجي مظاهرې هم کړي ولې حکومت لا په دې اړه څه ګامونه نه دې پورته کړي.

هغوئ ګواښ کړی چې که چرې غوښتنې یې ونه منل شوې نو پېښور کې به د اعلی وزير د ماڼۍ مخې ته احتجاجي پرلت وغځوي