دچاپېریال دخچنوالی معلومولو دپاره پېښور کې سائنسي اله لګول شوې

دخېبر پښتونخوا دسائنس او ټيکنالوجۍ محکمې پېښور ښار کې د ککړې هوا دمقدار معلومولو د پاره يوه سائنسي اله لګولې چې دغه اله يا مشين به په هوا کې نمي، خطرناکې مادې،دګاډٖو او کارخانو نه وتونکي ګېسونه په نخښه کوي.

وائس اف امريکا ډيوه نيوز سره خبرو کې د يادې محکمې ډائرېکټر خالد خان ویلي په دې سائنسي مشين کې څلور سنسرې لګېدلې دي چې هوا کې د ککړتيا ۱۲ پورې دمسلو په اړه مالومات ورکوي.

هغه دا هم وويل چې د ښار د کومو سيمو هوا زياته ککړه وي هلته به داسې نورې الې هم لګولی شي او عام ولس به د يو موبائل اپليکېشن په مرستې سره د ښار د هوا د خچن والي په اړه معلومات ترلاسه کولې شي.

دپولشن ډيټکټنګ سکرين يا د دککړې هوا دمعلومولو دشېشې دپرانستې په موقعه راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې دخېبر پښتونخوا چيف سیکټري ډاکټر کاظم نياز ویلي چې صوبايي حکومت د چاپېریال صفا ساتلو د پاره د يو ارب ونو کرلو منصوبه د مخکې نه پېل کړې ده.

هغه زياته کړه چې په ښارونو کې د هوا په ککړتيا قابو موندلو د پاره به هم ونې بوټي نال کولی شي.

د خېبر پښتونخوا تېر صوبايي حکومت د سونامي بلين ټرې يا ديو ارب ونو لګولو منصوبه پېل کړې وه چې په دغه منصوبه په دې روستیو کې د مخالفو ډلو غړو نيوکې کړې وې اؤ تورونه یې لګولي وؤ چې منصوبه کې زیاتې پیسې غبن کړل شوي دي.

پېښور کې د ککړې هوا معلومولو د پاره دا سائنسي اله په داسې وخت کې لګول شوې چې د پاکستان د پنجاب صوبې سر ښار لاهور د ککړې هوا له پلوه د نړې ناکاره ښار ګرځول شوی دی.

د بشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټرنشنل ويلي د پنجاب صوبې سر ښار لاهور ککړه هوا د هر تن د پاره خطرناکه ده او د پاکستان په حکومت يي غږ کړی چې د خلقو د صحت د حقونو په اړه دې بېړني ګامونو پورته کړي.