صدر ټرمپ وایي طالبانو سره یې بیا دسولې په تړون کار پیل کړی

دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمنځ دبندیانو دتبالې وروسته دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي امریکا طالبانو سره دسولې په تړون کار کوي اؤ ګوري چې دا هڅې څه پائیلې ورکوي.

امریکایي رسنۍ فاکس نیوز سره پخپله یوه تازه مرکه کې صدر ټرمپ ویلي چې امریکا له دې وړاندې هم طالبانو سره د سولې تړون ته نزدې شوې وه خو کابل ښار کې دطالبانو دموټري بمي برید له امله چې ۱۲کسان پکې وژل شوي وؤ دسولې دغه خبرې ختمې شوې.

پخپله مرکه کې صدر ټرمپ طالبانو سره د سولې دتړون په هکله دبیا کار پیل کولو په اړوند جذئیات نه دي ښکاره کړي خو ویلي یې دي “په پوځي برخه کې مو ټول شیان ترسره کړي دي اوس ګورو چې څه پېښېږي”

تر دې څرګندونو یوه دمخه دچهارشنبې په ورځ امریکایي صدر دافغان ولسمشر اشرف غني سره په ټيلي فون خبرې کړې وې اؤ افغانستان کې د سولې په اړوند یې ورسره خیالات تبادله کړي وؤ.

افغان دولت روانه اوونۍ دې مهم طالب مشران د دوؤ بهرنیو استاذانو په بدل کې خوشې کړي دي اؤ‌افغان ولسمشر اشرف غني وایي دغه ګام یې دخپلو نړیوالو انډيالانو سره په مشوره اخستی.

امریکایي صدر ډانلډ‌ ټرمپ اؤ‌ افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ دبندیانو تبادله ستائیلې اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې دا به افغانستان کې د اوربند اؤ سولې په لور دچټک خوځښت سوب شي.

امریکې دتیرکال راهسې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ قطر کې طالبانو سره د سولې مذاکرات پیل کړي وؤ اؤ دواړو خواؤ دعوه کوله چې دسولې په یو غوڅ تړون صلاح شوي دي، خو قابو دوه میاشتې وړاندې چې کابل کې په یوه چاودنه کې دیو امریکایي سرتیري په ګډون ۱۲کسان ووژل شول نو صدر ټرمپ دسولې دغه خبرې ودرولې.

دسولې دتړون کوم جذئیات چې مخې ته راغلي وؤ‌ دهغې په اساس به امریکا افغانستان کې دخپلو ځواکونو شمیره کموله اؤ طالبانو به دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړېکې غوڅولې خو یو شمیر څېړنکاران په دې نظر دي چې طالبانو ته به القاعده سره په بشپړ ډول خپلې اړېکې پرېکول یوه ګرانه پرېکړه وي