د داعش د مشر د وژنې په عملياتو کې ژوبل شوی سپی سپينې ماڼۍ ته بوتلل شوی

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د هغه سپي په سپينه ماڼۍ کې هرکلی کړی کوم چې د داعش د مشر البغدادي د وژنې په عملياتو کې ژوبل شوی ؤ.

دغه سپی (کېنن) نوميږي او د ګل په ورځ په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته ښکاره کړی شوی دی.

صدر ټرمپ په دغه مهال وويل دا "د نړۍ تر ټولو مشهور سپی دی" او هغه د کېنن ستاينه کړې ده.

په دغه موقع د امریکې لمړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ او مرستیال صدر مايک پنس هم موجود وو.

ټرمپ وويل د کېنن د دوی سره موجودګي د دوی دپاره د وياړ خبره ده او سپي ته به يو سند هم ورکړي.

صدر ټرمپ په ۲۹م اکتوبر هم د ياد سپي ستانه کړې وه.

د امریکې صدر يوه مياشت وړاندې په ټيلي ويژن وېنا کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د وژنې اعلان کړی ؤ، هغه ویلي امریکې په شمالي غربي شام کې په ځانګړو پوځي عملياتو کې بغدادي وژلی دی.