افغانستان کې دسولې دخبرو دپاره په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر اخند دیو طالب پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی اؤ دغلته یې دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره دافغان کشالې په سوله ییز هواري خبرې اترې کړي دي.
دطالبانو دقطر ددفتر ویاند سهیل شاهین په ټوئټر لیکلي چې دملا برادر اخند په مشرۍ تهران ته تللي طالب پلاوي دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د سولې دپروسې ترڅنګ په دغه هیواد کې دمیشت افغان کډوالو په ستونزو هم خبرې کړي دي.
ایران ته دطالبانو دې مهم پلاوي خپل دا تازه سفر په داسې حال کې کړی چې تیره اوونۍ دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ امریکایي رسنۍ فاکس نیوز ته مرکه کې وویل امریکا طالبانو سره د سولې یو تړون ته د رسېدلو کار پیل کړی دی.
نن (نومبر 26) دا.ا.امارت سیاسي مرستیال او دسیاسي دفتر مشرمحترم ملا برادر اخند او ورسره هئيت یې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر جواد ظریف او ورسره هئيت سره په تهران کې وکتل. دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل او د سولې د پروسې په هکله تفصیلي خبرې وکړې.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) November 26, 2019
خو صدر ټرمپ نه وه واضحه کړې چې ایا دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې دخبرو ودرېدلې لړۍ هم بیرته پیل شوې یا پیل کیږي که نه؟
امریکې دتیرکال راهسې قطر کې دافغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړې وې خو دغه خبرې قابو دوه میاشتې وړاندې صدر ټرمپ وروسته له هغې ودرولې چې کابل کې دطالبانو په یو بمي برید کې دیو امریکایي سرتیري په ګډون ۱۲کسان ووژل شول.
تیره اوونۍ دافغان ولسمشر اشرف غني لخوا طالبانو سره دبندي دوؤ بهرنیو استاذانو دخوشې کولو بدل کې د درېوؤ مهم طالب مشرانو خوشې کول څېړونکي یو مهم ګام بولي اؤ صدر ټرمپ هیله ښکاره کړې چې دا ګام به افغانستان کې د اوربند سوب شي.
امریکا سره دمذاکراتو جریان کې تر دې وړاندې هم طالب مشرانو د تهران سفرونه کړي وؤ اؤ دغلته یې ایراني چارواکو سره په افغان سوله خبرې کړې وې.
افغان حکومت په دې وروستیو کې تهران اؤ پاکستان کې طالبانو ته په ورکړل شوې پروټوکول نیوکې کړې وې اؤ دا یې د سفارتي اصولو په ضد عمل بللی ؤ خو طالبان وایي چې هغوئ بیلابیلو هیوادونو ته دسفرونو لړ کې پخپلو پرېکړو کې ازاد دي.