پولیس چارواکي دپنجاب په سرښار لاهور کې د یوې بمي چاودنې له امله اووه کسان ژوبل شوي چې د دوؤ حالت پکې مرګونی ښودل کیږي.
دجمعې په ورځ پاکستاني میډیا دپولیس چارواکو له خولې ویلي دا چاودنه دچوبرجي سیمې سره نزدې په ملتان روډ یوه رکشه کې شوې ده.
دبمونو شنډونکو پولیسو ویلي چاودنه کې دیو نیم نه نیولی تر دوؤ کلو پورې چاودیدونکي مواد کارول شوي اؤ دچاودنې دځائ څخه پولیسو ته په بمونو کې کارېدونکې چرې هم په لاس ورغلي دي.
دچاودنې سره سم پولیس اؤ مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ په چاودنه کې ژوبل شوي کسان یې روغتون ته رسولي چې دوؤ حالت پکې مرګونی ښودل کیږي.
په کومه رکشه کې چې دا چاودنه شوې دهغې ډرائیور پولیسو ته ویلي چې هغه د شراکوټ نومي سیمې څخه سورلۍ پورته کړه اؤ په سمن اباد کې یې کوزه کړه، ووسته هغه د اودس ماتي دپاره کوز شو اؤ په رکشه کې یې چاودنه وشوه.
تر اوسه ددې چاودنې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو پولیس وایي دچاودنې په اړوند پلټنې پیل کړي دي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې د بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو لړۍ یو څه تم شوې خو په تیرو وختونو کې ددې هیواد په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو،بازارونو،سرکاري ودانیو اؤ مخورو شخصیاتو چاودنو کې په زرګونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
پاکستان کې دکیدونکو زیاترو ترهګریزو پېښو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخلي اؤ دپاکستان پوځ دعوه کوي چې په ضرب عضب اؤ دهغې راپدیخوا ردالفساد عملیاتو کې د ترهګرو ملا ماته کړې اؤ اوس هغوئ په منظم ډول دترهګرۍ توان نه لري.
خو دپوځ ددې دعوؤ باوجود هم اکثره وخت دپاکستان بیلابیلو برخو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو راپورونه مخې ته راځي