پاکستان کې دټریفک قوانینو څخه په سرغړونه جرمانې۱۵۰۰فیصده لوړې کړل شوې

پاکستان کې دخوراکي شیانو،تیلو،بجلۍ اؤ ګیس په بیعو کې د لوړوالي نه وروسته حکومت په لویو سرکونو اؤ موټروی دټریفک قوانینو څخه په سرغړونه جرمانې هم ۱۵۰۰فیصده لوړې کړي دي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې داجرمانې په قامي سړکونو د خوندیتوب دقانون۲۰۰۰م په ۱۲مه ماده کې له بدلون وروسته سیوا کړل شوي اؤ‌ حکومت پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې جرمانو کې یې اضافه موټروی پولیسو سره په مشوره کړی ده خو دپاکستان په سینیټ کې دجرمانو کچه لوړول په سختو ټکو غندل شوې اؤ حکومت نه دهاغو ټولو پیسو جزئیات غوښتل شوي چې په لویو سړکونو دګاډو څخه راټولول کیږي.

تر دې وړاندې به چې به چا له خپل ټاکلي حد څخه په قامي سړکونو ګادی تیز وچلولو هغه نه به ۷۵۰ روپۍ جرمانه اخستل کیده خو اوس به دنوي بدلون له مخې په تیز رفتارۍ دموټر سائیکل څخه ۱۵۰۰،دموټر څخه۲۵۰۰،دسورلیو دکاډو څخه ۱۰۰۰۰ اؤ د غټو کادو نه ۵۰۰۰جرمانه اخستل کیږي.

هم داشان دټریفک اشارو کې په زیړ لائټ د ورختلو جرمانه د۲۰۰نه ۱۰۰۰ اؤ په سور لائت د۳۰۰ څخه ۵۰۰۰ روپو ته لوړه کړل شوې ده.

دتریفک قوانیو څخه په سرغړونه دجرمانو سیوا کولو دا معامله د سینیټ د ذیلي کمیټې په غونډه کې راپورته کړل شوې اؤ دسینیټ غړو په دې ملا ماتوونکو جرمانو د ناخوښۍ څرګندونه کړې ده.

سینیټر عتیق شیخ ویلي په نزدې وختونو کې څلور ځله دټریفک قوانینو په سرغړونه جرمانې سیوا کړل شوي خو دا اوسنۍ اضافه بیخي سیوا اؤ دظلم برابر ده.

هغه تور ولګولو چې په موټروی اؤ نورو لویو سړکونو د ګاډو څخه راټولیدونکې پیسې سرکاري خزانې ته نه رسیږي حالانکې پکار ده چې دا پیسې د سړکونو په ښه والي مصرفیدلی.

په دغه موقعه سینیټر عتیق شیخ د کال۲۰۱۳م څخه تر۲۰۱۹م په لویو سړکونو اؤ موټروی دګاډو نه د راټولو کړی شوؤ پیسو په اړوند بشپړ جزئیات وغوښتل اؤ ددې ترڅنګ یې دا معلومات هم وغوښتل چې دې پیسو کې څومره دسړکونو په ښه والي لګول شوي دي.

دسینیټ د ذیلي کمیټې مشر فدا محمد هم دجرمانو په کچه کې په ۱۵۰۰ فیصده لوړوالي اندېښنه ښکاره کړه اؤ ویلي یې دي په دې پرېکړه باید بیا دسره نظر وکړل شي.

دمواصلاتو مرکزي سکتر جواد رفیق په دغه مهال ویلي چې دجرمانو پیسې یې د اړونده وزارت په وړاندیز سیوا کړي دي.