په پاکستان کې دپخواني وزیراعظم نوازشریف دغبن دوسیه کې د ناروغۍ په اساس دضمانت نه وروسته محکمې ددغه هیواد دپخواني صدر اصف علي زرداري ضمانت هم منظور کړی اؤ دهغه دخوشې کولو امر یې کړی دی.
دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وایي نیب اؤ حکومت خپلو کې په ساز باز دهغوئ ګوند دفشارونو لاندې راوستل غواړي خو زرداري ښکاري دی اؤ هغه به اوس له خوشې کیدو وروسته د” ګهلاړي” ښکار کوي .
خو حکومت بیا وایي چې د نوازشریف اؤ اصف زرداري ضمانتونه مهم نه دي ځکه چې دپاکستان په سیاسي مستقبل کې اوس دهغوئ رول ختم شوی دی.
دپخواني صدر اصف علي زرداري اؤ دهغه دخور فریال تالپور د ضمانت عریضه نن داسلام اباد هائیکورټ دمشر قاضي اطهرمن الله په مشرۍ دوه کسیزې څانګې اوریدلې اؤ د ناقونه پیسو دلیږد اؤ پارک لین په قضیو کې یې د ښاغلي زرداري ضمانت په طبي اساس منظور کړی دی.
په دغه موقعه داصف علي زداري دصحت په اړوند راپور محکمې ته وړاندې کړل شوی چې پکې ویل شوي هغه د زړه،شوګر اؤ نورې بیلابیلې ناروغۍ لري.
راپور کې ویل شوي چې داصف زرداري د زړه ناروغي لري اؤ ددغه ناروغۍ دپاره هغه انجیو پلاسټي ته اړ دی چې دا په زندان کې نه شي کیدای.
محکمې د راپور اوریدو وروسته دپاک لین اؤ دناقانونه پیسو دلیږد په دوسیو کې د زرداري ضمانت منظور کړو اؤ دفریال تالپور په عریضه د نیب د جواب نه راتلو له امله یې ددغه عریضې اوریدنه ۱۷م دسمبر ته وځنډوله.
په پخواني صدر او د هغه په ځینو نژدې ملګرو تور دی چې د ٢٩ جعلې بېنک اکانټونو د لارې یې په اربونو روپۍ نورو هېوادونو ته انتقال کړې دی اؤ په دغه تور کې هغه دهیواد داحتساب ملي ادارې سږکال دجون په میاشت کې نیولی ؤ.
صدر آصف علی زرداری کی طبی سہولیات کی بنیادوں پر ضمانت منظور،عدلیہ نے آج ہمارے ساتھ انصاف کیا ہےچیئرمین پاکستان پیپلز پارٹی بلاول بھٹو زرداری@BBhuttozardari pic.twitter.com/QXgQRkJiHz
— PPP (@MediaCellPPP) December 11, 2019
تر دې وړاندې نیب دوه پخواني وزیراعظمان نوازشریف اؤ شاهد خاقان عباسي هم د غبن په تورونو نیولي وؤ خو نوازشریف تیره میاشت د ناروغۍ له امله محکمې د دوؤ میاشتو په ضمانت خوشې کړی اؤ هغه اوس دخپل علاج دپاره برتانیې ته تللی دی.
دمسلم لیګ نواز اؤ پيپلز ګوند مشران حکومت باندې تورونه لګوي چې دنیب نه یې د سیاسي انتقام وسیله جوړه کړې اؤ خپل مخالفین دنیب دلارې نیسي اؤ زندانونو ته یې اچوي خو حکومت اؤ نیب دواړه دا تورونه ردوي.
داصف زرداري دضمانت نه وروسته دهغه زوئ اؤ دپيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري رسنیو ته ویلي نیب اؤ حکومت خپلو کې په ساز باز غواړي دهغوئ ګوند دفشار لاندې ونیسي خو هغوئ به کله هم دحکومت فشارونو ته سر ټيټ نه کړي.
هغه ویلي اصف علي زرداري یو ښکاري دی اؤ دخوشې کیدلو وروسته به اوس د ګهلاړي /لوبغاړي ښکار کوي.
هغه دمحکمې په ننۍ پرېکړه دخوښې څرګندونه کړې اؤ ویلي یې دي چې محکمې ورسره انصاف کړی دی.
نواز شریف اور آصف زرداری کی ضمانت اہم نہیں ہے کیونکہ دونوں کا پاکستان کے سیاسی مستقبل میں کردار ختم ہو چکا ہے، عوام کی اصل دلچسپی یہ ہے کہ ان حضرات سے ریکوری کی کیا صورت بنے گی، اربوں روپیہ جو لوٹا گیا وہ کیسے واپس آۓ؟
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) December 11, 2019
خو دپاکستان دمرکزي حکومت یو وزیر فواد چوهدري بیا په ټوئټر لیکلي چې د نوازشریف اؤ اصف علي زرداري ضمانتونه مهم نه دي ځکه چې اوس دپاکستان سیاسي مستقبل کې دهغوئ رول ختم شوی اؤ ولس یوازې دې کې خوښي لري چې هغوئ کومې په اربونو روپۍ لوټلي هغه به ترې څنګه بودیږي؟