داسلام اباد په سفر تللي افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دپاکستان دپوځ سرلښکر سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې د روانې پروسې په اړوند خبرې اترې کړي دي.
زلمی خلیلزاد په قطر کې طالبانو سره دسولې په خبرو کې له دمې وروسته د جمعې په ورځ پاکستان ته رسېدلی دپوځ دسرلښکر سره تر لیدنې یې وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم خبرې اترې کړې وې.
دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یو بیان کې ویلي چې جنرال باجوه سره لیدنه کې دواړو مشرانو دافغان سولې ترڅنګ دسیمې په وضعیت هم غور اؤ بحث کړی دی.
پوځ ددې لیدنې زیات جزئیات نه دي ښکاره کړي خو وایي چې دلیدنې په وخت پاکستان کې دامریکا سفیر پال جونز هم موجود ؤ.
Mr. Zalmay Khalilzad, US Special Rep for Afg Recon called on COAS at GHQ. US Amb in Pakistan Mr. Paul W Jones was also present. Regional security situation with particular reference to ongoing Afg recon process was discussed. pic.twitter.com/WViMJngCKE
— DG ISPR (@OfficialDGISPR) December 13, 2019
زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته خپل دا تازه سفر په داسې حال کې کړی چې دوه ورځې وړاندې دافغانستان دپروان ولایت په بګرام پوځي هوایي اډه د طالبانو یو برید کې تر۸۰ زیات کسان ژوبل شوي اؤ یوه میرمنه پکې وژل شوې ده.
له دې برید وروسته د تیرې اوونۍ راهسې قطر کې دامریکې اؤ طالبانو روانې خبرې یو ځل بیا ځنډیدلي اؤ زلمي خلیلزاد په ټوئټر لیکلي چې طالبانو ته به ثابتول وي چې هغوئ د ولس دسولې هیلو ته څنګه ځواب ویلی شي؟
په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په ټوئټر دعوه کړې چې دقطر خبرې دهغوئ په غوښتنه د دمې په خاطر ودرول شوي ترڅو دواړه خواوې د نورې مشورې دپاره فرصت ترلاسه کړي.
تر دې درې میاشتې وړاندې هم دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ طالبانو سره دسولې خبرې وروسته له هغې ودرولې وې چې کابل کې دطالبانو یوه موټري بمي چاودنه کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو.
خو تیره اوونۍ کابل ته دخپل سفر په مهال امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ خبریالانو ته ویلي وؤ چې اوس طالبان سولې اؤ اوربند دواړو ته چمتو شوي دي.
په قطر کې د سولې دنوؤ خبرو پیل کیدلو سره سم د بریدونو اؤ جنګونو لړۍ کې هم چټکتیا لیدل شوې اؤ څېړونکي وایي داسې ښکاري چې طالبان لا په سمدستي توګه په ټول افغانستان کې اوربند ته چمتو نه دي