پېښور:دایالتي اسمبلۍ مخې ته چاودنه کې اووه کسان ژوبل شوي

Pakistan Peshawar Bomb Blast in Bus

دپېښور دپولیسو مشر یا ایس ایس پي ظهور اپریدي دګل په ورځ رسنیو ته ویلي دا چاودنه د رکشې دسلینډر چاودیدو له امله شوې چې دپېښې سره سم پولیس اؤ دبم شنډونکی ځواک سیمې ته رسیدلی اؤ دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

په پېښور کې د صوبایي اسمبلۍ اؤ ایالتي محکمې مخې ته په یوه رکشه کې د چاودنې له امله اوو کسان ژوبل شوي اؤ ګڼو ګاډو ته هم زیان رسیدلی دی.

دپېښور دپولیسو مشر یا ایس ایس پي ظهور اپریدي دګل په ورځ رسنیو ته ویلي دا چاودنه د رکشې دسلینډر چاودیدو له امله شوې چې دپېښې سره سم پولیس اؤ دبم شنډونکی ځواک سیمې ته رسیدلی اؤ دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

پولیسو اؤ د لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمدعاصم خبریالانو ته منلې چې دې چاودنه کې اووه تنه ژوبل شوي دي.

دمرستندویه ادارې ۱۱۲۲سرچینو وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي چې په ژوبلو کسانو کې یو پولیس افسر هم شامل دی خو وایي چې د ټولو ژوبلو حالت له خطرې بهر دی.

په پېښور کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت دګیس دسلینډرو چاودنې شوي چې پکې په لسګونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

تیرکال دمئ میاشت کې دپېښور په یو هوټل کې د ګیس سلینډر چاودنې د یوې کورنۍ پینځه غړي‌ وژلي وؤ.