په افغانستان کې دا مریکا سفارت ويلي کابل ته د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاذ وروستی ترسره شوی سفر مهم او رغنده یاد کړی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت ويلي زلمي خلیزاد په دې دوه ورځني سفر کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سولې په تړاو بحث او خبرې کړي دي.
د سفارتخانې د بيان ترمخه په دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد ټینګار وکړ چې له طالبانو سره دې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره هر اړخیزه مرکچي پلاوی جوړ شي او د مذاکراتو لپاره دې چمتوالی ونیول شي.
د امریکا سفارت ویلي زلمي خلیلزاد د سولې په تړاو له وروستیو هڅو چې د امریکا له لخوا پېل شوې افغان مشران یې خبر کړي دي.
په دې بیان کې هیله ښودل شوې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون به بېن الافغاني خبرو، یو هر اړخیزه دایمي ډزبندۍ او د باثباته سولې رامنځته کیدو ته زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په دې وروستیو کې ویلي ؤ افغان حکومت د سولې لپاره بشپړ چمتوالی لري خو که طالبان په ډزبندۍ موافقه وکړي.
افغان چارواکو دا هم ویلي مرکچي پلاوي د ټاکلو لپاره یې خپلې چارې وړاندې بشپړې کړي دي او د سولې خبرو اترو لپاره یې ۱۵ کسیزه ټول شموله پلاوی ټاکلی دی.
د ۲۰۱۸م کال راهیسې تر اوسه د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې په اړه په بیلابیلو پړاونو کې لس ځله مذاکرات شوي خو د وروستی ځل مذاکرات له دې امله د ځنډېدو راپورونه ترلاسه شوي چې طالبانو له دایمي اوربند سره چې د افغان حکومت او ولس غوښتنه ده رضایت نه دی ښودلی.
د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ د خالي، شنبې په ورځ ويلي، د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ولسمشر اشرف غني سره ليدلي او ويلي یې دي، "طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو".