عمران خان:که هرڅه کیږي د اړینو خوراکي شیانو بیعې راټیټوم

په پاکستان کې دخوراکي شیانو دبیعو لوړیدو له امله په حکومت له سیوا شوؤ سختو نیوکو وروسته وزیراعظم عمران خان اعلان کړی چې که هرڅه کیږي دهغه حکومت به دنهې /سه شنبې په ورځ دکابېنې غونډه کې د اړینو خوراکي توکو دبیعو راټیټولو دپاره دبیلابیلو ګامونو اعلان کوي.

تیره اوونۍ دپاکستان دشمیر شمیرې ادارې پخپل راپور کې ویلي وؤ چې هیواد کې دجنورۍ په میاشت کې د دګرانۍ کچه د21.6 نه 14.6 ته رسېدلې اؤ دا په تیرو دولسو کالو کې تر ټولو زیاته ګراني ده چې اولس ورسره مخ شوی دی.

دګرانۍ ددې کچې سره سم پاکستان کې په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو څېړونکي دعمران خان په حکومت کلکې نیوکې کوي چې ایي ایم ایف اؤ نورو ادارو سره دلوطنامو په اساس یې دهرڅه بیعې دومره لوړې کړي دي چې غریبه طبقه یې په ژوند ستومانه کړې ده .

ددې سیوا شوؤ نیوکو وروسته دپاکستان وزیراعظم عمران خان په ټوئټر لیکليزه په هاغو ستونزو خبر یم چې دتنخادارې طبقې په ګډون ورسره عام اولس مخ دی ځکه نو پرېکړه مې کړې ده چې که هرڅه کیږي حکومت به مې دنهې په ورځ دکابنې غونډه کې دخوراکي توکو د بېعو راټیولو دپاره دبیلابیلو ګامونو اعلان کوي

عمران خان لیکلي ټولو اړونده حکومتي ادارو د اوړو اؤ چینو بیعه کې د لوړوالي دعلتونو معلومولو دپاره پلټنې پیل کړي دي اؤ قام دې ډاډه اوسي چې دګرانۍ ذمه وارو ته به عبرتناکه سزا ورکول کیږي.

اخوا ډان ورځپاڼې پخپل یو راپور کې ویلي چې وزیراعظم عمران خان خپل معاشي ټیم ته امر کړی چې په دوؤ اوونیو کې باید دخوراکي توکو لکه غنمو، اوړو،چینو، وریژو اؤ دالونو دبیعو راټیټولو دپاره ګامونه واخلي.

د پاکستان د شماریاتو د ادارې د رپوټ له مخې په تېره جنوري میاشت کې د خوراکي شیانو بیې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي، چې وایي په هغوی کې غنم، اوړه، بوره (چیني)، ګوړه، غوړي او د پخلي تېل، مېوه او نور خوراکي شیان شامل دي.

د شماریاتو اداره وایي په کلیوالو سیمو کې د ښارونو په نسبت ګراني لا ډېره شوې ده، وایي هلته د بجلۍ د کموالي یا نشتوالي له کبله د سون د تېلو او ګېسو په بیو کې د تېرو اوو کلونو په نسبت ډېر زیاتوالی راغلی دی.

د تحریک انصاف حکومت په روان کال کې د ګرانۍ کچه له ۱۱ تر ۱۳ فیصده پورې اټکل کړې وه خو د پیسو نړیوالې ادارې ای ایم ایف امکان څرګند کړی وو چې دا کچه به ۱۳ فیصد وي، خو دا مهال د ګرانۍ کچه تر دغو دواړو اټکلونو زیاته شوې ده.

د پاکستان مرکزي پارلمان ته د حکومت له خوا د وروستیو وړاندې کړل شویو شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې د هېواد د پورونو کچه ۴۰ فیصده ته لوړه شوې ده، وایي حکومت په تېر یوه کال کې ۴۳ کربه روپۍ پور اخیستی چې دا یو نوی ریکارډ دی.

ځینې اقتصادي څېړونکي وایي د قرضو زیاتېدونکې کچه په پاکستان کې د مالي نابرابرۍ سبب کېږي ځکه چې وایي له دې سره د پورونو د پرې کولو یعنې سود کچه زیاتېږي او حکومت اړ کېږي چې د پورونو د پرې کولو لپاره نور پورونه واخلي.