پر ریاستي ادارو د تنقید په تور ګل بخاري پاکستان ته ور بلل شوې خو هغه وایي ترهګري یې نه ده کړې

واشنګټن ــــ د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف ای اې د بشري حقونو مبارزې او د هېواد پر پوځ او حکومت تنقید کوونکې ګل بخاري پر ټولنیزو رسنیو د خلکو د پارولو او د پاکستان په ضد د پروپیګنډې تور پورې کړی او له هغې یې سپیناوي غوښتی خو ګل بخاري وایي دا د خلکو د غلي کولو نوې لاره ده.

د ایف ای اې د ترهګرۍ ضد څانګې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملک د امنیتي ادارو،‌ عدلیې او حکومت په ضد د خلکو پاروونکو او د هېواد دښمنو کسانو په ضد یې 35 پلټنې کړې چې وایي اکثر له سایبر ترهګرۍ سره تړاو لري.

ادارې په خپله خبرپاڼه کې ګل نګر بخاري ته- چې وایي د پینډۍ د چکلاله اوسېدونکې ده- امر کړی چې په 30 ورځو کې د ایف ای اې د ترهګرۍ ضد څانګې ته حاضره شي او خپل سپیناوی وکړي، خو وایي که حاضره نه شي نو د سایبر جرم او ترهګرۍ ضد قوانین په بنیاد به ورباندې مقدمه جوړه کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د ایف ای اې دا اقدام غندلی او ویلي یې دي پر ځای د دې چې حکومت ترهګر ونیسي د بشري حقونو مبارزین په نخښه کوي:

"حکومت باید موږ ته ووایي چې د ترهګر احسان الله احسان په اړه یې څه کړي دي، خو د دې پر ځای هغوی د ګل بخاري غوندې سم فعالان ځوروي چې مخکې هم د ریښتیا ویلو له کبله ځورول شوې ده".

د نهې- ګل په ماښام خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایف ای اې په پلټنو کې چې تر ټولو مهم دي په هغوی کې د خپلواکي‌ غوښتونکو بلوڅانو یو تنظیم بي ایل اې، حقاني شبکه او هغه کسان شامل دي چې له هېواده بهر خلک پاروي او د دوی په ضد به قانوني ګام اخلي.

ایف ای اې ګواښ کړی چې که ګل بخاري د خپل سپیناوي لپاره له لندنه پاکستان ته ور نه شي نو د عدالت په امر به له بهره خپل هېواد ته د هغې د ور ستنولو لپاره هم قانوني ګامونه اخلي او له انټرپول یا نړیوالو پولیسو به په دې برخه کې مرسته غواړي.

"د نه حاضرېدو په صورت کې به له عدالته غوښتنه کېږي چې د ګل بخاري ټول منقوله او غیرمنقوله جایداد دې ضبط کړل شي".

ګل بخاري له امریکا ږغ سره د خبرو په وخت وویل، چې تر اوسه یې د ایف ای اې له خوا په دې اړه کوم خبرداری نه دی تر لاسه کړی او چې تر لاسه یې کړي نو په دې اړه به قانوني لاره خپلوي خو وایي دا تش د اوازونو د غلي کولو یوه لاره ده.

ګل بخاري وایي د دې په ضد پاکستاني ادارو پخوا هم ګامونه اخیستي چې وایي یو ځل یې له لاهور ښاره تښتولې وه او په وروستیو کې په اټلي کې یوه تن د توپنچې په زور د دې عکسونه واخیستل، وایي څو ورځې مخکې هم یو خبریال ماته مشوره راکړه چې د ځان خیال و ساتم او خپله پته پټه وساتم:

"دا د ځورونې، د ږغ بندولو او د تنقید د مخنیوي کوشش دی، موږ عام خلک او هیڅ ترهګري مو نه ده کړې. دا وخت خلکو ته د هغوی د پیسو او جایداد د ضبطولو ګواښونه کېږي، دوی ښه لاره خپله کړې چې څوک یې په خلاف خبرې کوي هغوی وځوروه".

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو او د بشري حقونو مبارزینو د پاکستاني چارواکو دا ګام غندلی دی.‌ په امریکا کې مېشت سیاسي څېړونکی او د پاکستان د پوځ او حکومت یو بل نقاد ډاکټر محمد تقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"د پاکستان د عمران-باجوه ګډ حکومت په بشپړه توګه لاره ورکه کړې ده. دوی په هېواد کې دننه او بهر د خپلو مخالفو غږونه غلي کوي چې دا په مکلمه توګه یوه فاشیسټ تګلاره ده. دا غیرقانوني او ماشومانه اقدام یې په کلکه غندم".

ګل بخاري وایي هغه نه پوهېږي چې په وروستیو کې پر ټویټر د دې د کوم بیان په بنیاد دې ته دا خبرداری ورکړل شوی دی ځکه چې وایي دې ته په اوونۍ کې له دوو تر څلورو خبرداري ورکول کېږي چې خلکو ټویټر ادارې ته رپوټ کړي‌ وي خو وایي هغوی یې د ټویټر اکاونټ نه دی ور بند کړی.

ګل بخاري دا مهال په لندن کې اوسېږي. نوموړې وروسته له هغه د پاکستان پر پوځ د تنقید کوونکې په توګه مشهوره شوه چې کله پخوانی وزیراعظم نواز شریف د سپریم کورټ په امر له خپلې څوکۍ لرې کړل شو او د جمهوریت د بالادستۍ لپاره یې کمپېن پیل کړ، نو دې یې هم پر ټولنیزو رسنیو ملاتړ پیل کړ او کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شو نو د دې تحریک یې هم کلک ملاتړ کاوه، چې په همدې حال کې د 2018م کال په جون میاشت کې له لاهور ښاره وتښتول شوه او تر څو ګنټو وروسته بیرته خوشې کړل شوه.