نن په ٢١مه فرورۍ دپاکستان پشمول ټوله نړۍ کې دمورنۍ ژبو نړيواله ورځ نمانځلى شي.
د مورنۍ ژبې تحريک که پخوانى پاکستان په منځ ويشلی خو اوسني پاکستان تر اوسه په هيواد کې د پاتې قامونو ژبې د اردو تر سوري لاندې ساتلي دي.
يونسيکو دکال ١٩٩٩ء په ١٧مه نيټه په ٢١مه فرورۍ دمورنۍ ژبو دورځې دنمانځلو اعلان کړى ؤ اؤ له هاغه وخت راهسې دغه ورځ په نړيواله کچه دمورنۍ ژبو دورځې په توګه نمانځل کيږي چې مقصد يې دمورنۍ ژبو ارزښت په ډاګه کول دي.
دمورنیو ژبو دنړيوالې ورځې په مناسبت دقوم پرست سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ عمومي سکتر ميا افتخار حسين ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي دي چې ٢١مه فروري دمورنۍ ژبو د ورځې په توګه نمانځل يو غوره روايت دى ، خو اوس ددې څخه دوړاندې تللو وخت راغلى اؤ دې ته ديو تحريک شکل ورکول ضروري دى.
په دې ورځ په ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمیر پښتنو پاکستان کې پښتو ژبې سره په ریاستي کچه په زیاتي کیدلو خفګان ښودلی اؤ غوښتنه یې کړې ده چې د ملګرو ملتونو دلارښوونې په اساس باید پښتنو ماشومانو ته وړومبۍ زده کړې دهغوئ په مورنۍ ژبه پښتو کې ورکړل شي.
@haikakar دمورنۍ ژبې په باره کښ بايداستعماري بې عدالتۍ ختمې کړې شي ولې ارت جهان بايد په ځان تنګ نه شي.سارتراو نهرودواړو نورې ژبې هم وئيلې.
— Afrasiab Khattak (@a_siab) February 22, 2016
۲۱مه فروري کال ۱۹۵۲ کې دډهاکه پوهنتون، جګناتهـ پوهنتون، ډهاکه ميډيکل کالج په ګډون دبيلا بيلو تعليمي ادارو دهاغو طالب علمانو چې دخپلې مورنۍ ژبې بنګله دپاکستان ددوؤ ژبو څخه ديوې دتسليمولو لپاره يې احتجاج کړى ؤ په ياد کې نمانځلى شي.
په دغو طالب علمانو دموجوده بنګله ديش پايتخت ډهاکه کې پوليسو ډزې کړې وې او وژلي يې وؤ.
پشتو زبان پنځه زره کلن تاریخ لری. هرقام هغه وخت قام دی کله چی تاریخ ولری کلتور ولری خپله مورنۍ ژبه ولری او جغرافیه ولری. که چیرته یوقام داڅلورسره نه لری هغه قام نیمګړی دی هغه تاموژ قام نسو ویلای. موژ پشتانه الحمدالله داڅلور سره شیان لرو ځکه موژ مظبوط قام یو#MotherLanguageDay pic.twitter.com/ERdovw9pAV
— سلیمان لایق (@slemanlayaq) February 21, 2020
په اوسني پاکستان کې مورنۍ ژبې پښتو، سندهي، بلوڅي او عن تر دې چې د واکمن پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله نۀ شي کولى بلکې دغه ټولې ژبې د اردو په مقابله کې د خپلې بقاء په جګړه بوختې دي.
د ۱۹۵۲م په شان، يو ځل بيا په پاتې پاکستان کې د وړو صوبو قامونه پښتانه، سندهيان، بلوڅان او سرائيکايان په خپلو پلرنو ټاټوبو کې په مورنۍ ژبه کې تعليم غواړي.
موږ په دې اند یو چې ژبې د بشریت مادي او معنوي میراث ساتلو تر ټولو ځواکمنه وسیله ده چې باید وګړو ته دمورنۍ ژبې ارزښت ور وپيژندل شي.
— Ziaulhaq Amarkhil (@ZiaulhaqAmarkhi) February 21, 2015
دا غږ او غوښتنه هر کال په يويشتمه فرورۍ د لاريونونو، احتجاجونو او غونډو په شکل کې دپاکستان پيښور کوئټه، ، ټهټه، ملتان او نورو ښارونو کې پورته کيږي.
ديونيسکو ترمخه دکال ۱۹۵۰ څخه راپديخوا لږترلږه ۲۴۰ؤ ژبو خپل وجود بائيللى دی.
ديونيسکو په قول” مورنۍ ژبه ، په کومه کې چې انسان خپل لمړي لفظونه ادا کوي اؤ دانفرادي سوچ اظهار پکې کيږي، دهر فرد دکلتور اؤ تاريخ اساس دى “
يونيسکو زياتوي ” دا خبره ثابته شوې ده چې کله ماشومانو ته دخپل ژوند په لمړو کلونو کې په مورنۍ ژبه کې ښوونه کيږي نو هغوي په ښه توګه زده کړه کولى شي “
د مورنۍ ژبو نړیوالې ورځ پۀ مناسبت د بنو پرېس کلب مخکې د یو وایناوال د پښتون قام نه خواست،کوم قام چې خپله ژبه بې قدره کړي هغه قام بې قدره کېږي،#InternationalMotherLanguageDay @a_siab @BushraGohar @mjdawar @Aliwazirna50 @FarhatullahB @Gulalai_Ismail @Lwazir_ @KalamWazir pic.twitter.com/9HhUadPdHI
— Adil Dawar (@dwrjaan) February 21, 2020
دمورنۍ ژبو دنړيوالې ورځې په مناسبت دقوم پرست سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ مشر عمومي سکتر ميا افتخار حسين ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي دي ماشوم ته دهغه په مورنۍ ژبه تعلیم ورکول په نړۍ کې یو منل شوی مسلمه حق دی خو له بده مرغه پښتانه بچي دخپل دې حق نه محروم ساتل شوي دي.
هغه ویلي چې ٢١مه فروري دمورنۍ ژبو د ورځې په توګه نمانځل يو غوره روايت دى ، خو اوس ددې څخه دوړاندې تللو وخت راغلى اؤ دې ته ديو تحريک شکل ورکول ضروري دى
د مورنو ژبو نړيواله ورځنه عرب نه ايراني او نه فرنګ شومپه تير وار دخپلي ژبي ارمان راغيعبدالاکبرخان بابا(21) فروري دمورنيو ژبو نړيواله ورځ pic.twitter.com/0aOdn42bgY
— Ahmed Zeeb (@ahmed_zeeb) February 21, 2018
ميا افتخار وويل ترڅو چې دپښتو ژبې تعلق دى نو دا ټوله نړۍ کې داوسيدونکو لکونو پښتنو اؤ پاکستان کې ویل کیدونکې دوهمه لويه ژبه ده اؤ په بين المللي کچه هم په لسګونو نشراتي ادارو څخه دې ژبه کې خپرونې کیږي.
ښاغلي افتخار حسين وويل دنړيوالو ژبو په اړه يوه مهمه نکته دا ده چې دنړۍ ټول پخواني اؤ عصري دتعليم مشران ، دانشوران اؤ پوهان په دې خبره متفق دي چې ماشومانو ته دې تعليم دهغوي په مورنۍ ژبه کې ورکړل شي ،
دمیا افتخار حسین په وینا ټوله نړۍ کې دپرمخ تللو هيوادونو دپرمختيا اؤ دسائنسي توان راز هم په دې حقيقت کې پټ دى چې ماشومانو ته زده کړې باید دهغوئ مورنۍ ژبه کې ورکړل شي.
په مورنۍ ژبه خبري کول ،خبري ليکل او خبري لوستل تعصب نه بلکې د هغې ژبي د ويونکى قانوني حق ده.۲۱ فروري د مورنۍ ژبو نړيواله ورځ#پښتوزمونږمور pic.twitter.com/wAhVG1eg7z
— Malik Abid Khan (@AbidKhanAnp) February 21, 2020
داى اين پي مشر وويل هم دژبې په نتيجه کې خپل ثقافت ، تهذيب وتمدن سره دانسان نۀ پرې کيدونکې رشته جوړيږي.
دپښتو ژبې وتلي لیکوال اؤ دتعلیم دڅانګې ماهر ښاغلي پروفیسر اباسین یوسفزئ ډیوه ته ویلي په نړۍ کې چې څومره پرمختللیو قامونو ترقي کړې ده نو پخپله مورنۍ ژبه کې د زده کړو له امله یې کړې ده خو له بده مرغه دلته دې اساس ته هیڅ پام نه کیږي.
هغه وویل پښتو ژبه توان لري چې په دې کې لوړې زده کړې وشي،اؤ افغانستان ددې ښه بېلګه ده چې دغلته ټولې لوړې زده کړې په پښتو کې کیږي خو له بده مرغه د ژبو سره تعصب لرونکي ځېنې خلک کمزوری دلیل وړاندې کوي چې پښتو کې لوړې زده کړې نه شي کیدای.
هغه وویل دپښتو تاریخ ډير لرغونی اؤ ویړ دی اؤ په هر مضمون کې په دې ژبه کې دپرمختیا موقعې موجودې دي خو باید پاملرنه ورته وشي