سوات: وسله والو په ډزو سره ځائ خبریال وژلی

دخیبر پښتونخوا دسوات ضلعې په مټه تحصیل کې نامعلومو وسله والو په ډزو سره یو ځائ خبریال جاوید الله وژلی اؤ دپېښې دځائ څخه تښتېدلي دي.

دسیمې څخه پولیس سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې جاوید الله د نهې په ماښام دهغه دکور ترڅنګ نامعلومو وسله والو په ګولیو ویشتلی اؤ وژلی دی.

وژل شوي خبریال جاوید الله په سوات کې دپاکستان دیوې ارډو ورځپاڼې اوصاف دمشر په توګه دنده ترسره کوله اؤ د هغه بل ورور حمیدالله د الجزیزه ټی وي چینل خبریال دی.

پولیس وایي دپېښې نه وروسته برید کوونکي تښتیدلي خو پولیسو اؤ نورو امنیتي ادارو دهغوئ دنیولو دپاره عملیات اؤ دپېښې هر اړخیزې پلټنې پیل کړي دي.

دخیبر پښتونخوا دخبریالانو سازمان خیبر یونین اف جرنلسټس خیبرپښتونخوا صوبه کې دخبریالانو دوژنې اؤ ځورولو د لړۍ په چټک کیدو اندېښنې ښکاره کړي اؤ ویلي یې دي چې په دې صوبه کې ورځ تر ورځ دخبریالانو دپاره ژوند سختیږي.

دخیبر یونین اف جرنلسټس صدر ښاغلي فدا خټک امریکا غږ ډیوه ته ویلي دجاوید الله وژنې په ټولو خبریالانو کې دهغوئ دتحفظ په اړوند ویره اؤ اندېښنې خورې کړي دي ځکه چې تر دې پېښې وړاندې هم دصوبې بیلابیلو سیمو کې ګڼ شمیر خبریالان وژل شوي دي.

هغه وویل دپښتونخوا زیاتره خبریالان یو خوا د بې روزګارۍ اؤ دمعاشونو نه ترلاسه کیدلو دستونزو سره مخ دي اؤ بلخوا که څوک په روزګار دي نو هغوئ ته د سرونو هیڅ تحفط نه دی ترلاسه چې دا ډیر د اندېښنې وړ وضعیت دی.

ښاغلي فدا خټک وویل خیبر یونین اف جرنلسټس به د خبریال په وژنه غلی نه پاتې کیږي اؤ ترڅو چې دهغه وژونکي نیول شوي نه وي هغوئ به په سړکونو اؤ پارلیمان کې دننه ددې پېښې په ضد احتجاج کوي.

تیره اوونۍ د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې پاکستان ناکامه شوی چې په خبریالانو په حملو کې ککړو خلکو ته سزاگانې ورکړي.

سي پي جی وايي په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د وژل شویو خبریالانو د نه حل شويو کېسونو شمېره ١٦ ته رسېدلې ده او د ١٩٩٢ راهسې د ٣۴ خبریالانو په مقدمو کې یوازې د دریو صحافیانو په مقدمو کې جزوی انصاف شوی دی.