اشرف غني:افغانستان څخه دامریکایي او ناټو ځواکونو کموالی او وتل په شرطونو دي

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د هیواد په امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو غږ کړی چې هغوئ باید دافغانستان په نوي وضعیت کې هم له خپل ولس څخه د دښمن د هر ډول دسیسو پر وړاندې، دفاع او مشروع اقدام وکړئ.

تیره ورځ دکابل صدارتي ماڼۍ کې دیو ویډیوکنفرانس له لارې والیانو، د قول اردوګانو او امنیې قومندانانو او دولایتونو د امنیت رئیسانو سره د سولې پروسې د وروستیو انکشافاتو په اړه دخبرو په مهال ښاغلي اشرف غني وویل دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ شوی هوکړه لیک او افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو کموالی او وتل مشروط دي.

ولسمشر غني دا خبرې په داسې حال کې کړي چې دطالبانو اؤ امریکایانو ترمنځ دسولې دتړون نه یوازې دوه ورځې وروسته خوست ولایت کې په یوه بمي چاودنه کې درې عام وګړي وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې د سولې په اړه د تېرې ورځې پېښې ته په اشارې ښاغلي اشرف غني وویل د امریکا ددفاع وزیر او د ناټو سرمنشي کابل ته راغلي وو او د افغانستان اسلامي جمهوریت په ځانګړي ډول افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې له قیدوشرط پرته خپل دوامدار ملاتړ او تعهد اعلان کړ

هغه زیاته کړه د امریکا ددفاع وزیر او د ناټو سرمنشي واضح کړه، تر اوسه هم ګډ ګواښونه له منځه نه دي تللي او زموږ د خپلو ګډو ګټو د خوندیتوب او تروریزم ګواښ سره د مبارزې په خاطر منځمهاله او اوږدمهاله مبارزې ته اړتیا ده

ولسمشر غني دا هم وویل سوله په خلکو پورې اړه لري او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره مشوره د دولت له لومړیتوبونو څخه ده

طالبانو اؤ امریکا په ۲۹مه فرورۍ قطر کې دسولې په یو تړون لاسلیک کړی ؤ خو په دغه تړون دلاسلیک نه وروسته د دوشنبې په ورځ دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اې اېف پي ته ویلي"په تشدد کې د کم والي موده اوس ختمه شوې ده، او زمونږ حملې به په عادي توګه دوام پیدا کړي"

طالبان وایي هغوئ د امریکایانو په ضد جګړه صفر ته رسولې ده خو دافغان دولت په ضد به یې جګړه دوامداره وي .

درې ورځې وړاندې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي وؤ ، هغه ګڼي په کومه لوظنامه چې طالبانو لاسليک کړی هغه (ټرمپ) پکې سنجيده دی خو ورسره يې خبرداری هم ورکړی ؤ که دا ناکامه شوه نو امریکا بيا جګړې پله تلی شي.

د سولې لوظنامې لاندې به واشنګټن او ایتلافیان په راروانو ۱۴ میاشتو کې د افغانستان د پینځو پوځي مرکزونو نه د خپلو عسکرو ویستل پیلوي او ددغې په بدل کې دا ضمانت ورکړل شوی چې د افغانستان خاوره به د خارجي ترهګرو ډلو پناه ځاې نه جوړیږي.

د لوظنامې تر مخه په لومړیو ۱۳۵ ورځو (څلورنیمو میاشتو) کې به په افغانستان کې پرځاې ۱۳۰۰۰ امریکايي عسکرو شمیره ۸۶۰۰ ته راکموي.