په افغانستان کې دیوې اوونۍ دپاره دتشدد دکچې راټیټولو دمودې خلاصیدو سره سم طالبانو یو ځل بیا په افغان ځواکونو خپل بریدونه پیل کړي دي اؤ طالب مشرانو پخپلو وسله والو غږ کړی چې هغوئ باید افغان ځواکونه هر ځائ کې په نخښه کړي.
دفرانسوي خبري شبکې ای ایف پی د راپور له مخې قطر کې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دتړون نه وړاندې یوې اوونۍ دپاره دتشدد دکچې په راټیټولو اتفاق شوی ؤ خو اوس دغه وخت پائ ته رسیدلی اؤ طالبانو یو ځل بیا په افغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.
راپور کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ دافغانستان دقندهار ولایت په دوؤ ولسوالیو کې دطالبان اؤ افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوي دي.
دقندهار دپولیسو یو تن مشر سلطان محمد حکیمي ای ایف پی ته ویلي چې طالبانو پنچوائي اؤ میوند ولسوالیو کې په پینځوؤ امنیتي پوستو بریدونه کړي اؤ جګړه اوس اوس هم دوام لري.
خو هغه نه ده واضحه کړې چې په دغه جګړه کې افغان ځواکونو یا طالبانو ته څومره زیانونه اوښتي دي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي خپل یو بیان کې ویلي دي چې دتشدد راکمولو داوونۍ خلاصیدو سره سم هغوئ خپل بریدونه یو وارې بیا پیل کړي دي.
هغه واضحه کړې ده چې دسولې دتړون له مخې به طالبان په بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي خو افغان ځواکونه به په نخښه کوي.
په عین حال کې د امریکا د وسله والو ځواکونو لویې درستیز جنرال مارک میلي ویلي دا شونې نه ده چې افغانستان کې دتاؤ تریخوالي کچه صفر ته ورسیږي.
پینټاګان کې خبریالانو ته ددفاع وزیر ویلي افغانستان کې یوازې دطالبانو ډله نه ده بلکې هلته نورې ترهګرې ډلې. هم فعالیتونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ دپاکستان دپولې ترڅنګ دافغانستان خوست ولایت کې په یوه بمي چاودنه کې درې کسان وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي وؤ .
طالبانو دغه بمي چاودنه کې له لاس لرنې انکار کړی دی