په پاکستان کې له کورونا وایرسه اغېزمن 20 شول، په بلوچستان کې د کورونا د مخنیوي پر هڅو احتجاج

واشنګټن ــــ د پاکستان په شمالي سیمه ګلګت بلتستان کې د کورونا وایرس یوه بله مثبت پېښه مخې ته راغلې چې له دې سره په دې سیمه کې دوې او په ټول پاکستان کې په دې وایرس د اخته کسانو شمېر 20 تنو ته رسېدلی.

ډان انګرېزي ورځپاڼه په ګلګت بلتستان کې د کورونا وایرس په اړه د فوکل پرسن ډاکټر شاه زمان له خولې لیکي، چې د سکردو په څورلس کلن هلک کې د کورونا وایرس د شته والي پخلی شوی او وایي چې دغه اغېزمن هلک له خپلې مور څخه د فرورۍ په 25 له ایرانه پاکستان ته را ستون شوی وو.

په پاکستان کې تر اوسه له کورونا وایرس اغېزمن د دې هېواد لوی صنعتي ښار کراچۍ دی چې 15 کسان پکې په دې ناروغۍ اخته شوي، ورپسې په ګلګت بلتستان کې 2، په اسلام اباد، حیدر اباد او کوټه کې یو- یو تن ته دغه وایرس ور پورې شوی دی.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې چې د نهې- سه شنبې په ورځ‌ د کورونا وایرس کومه پېښه رپوټ شوې، د دې ښار د فاطمه جناح روغتون مشر ډاکټر نورالله وایي، له وایرسه اغېزمن د سیند د دادو سیمې اوسېدونکی دغه دوولس کلن هلک په وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللی وو او بیا د تفتان له لارې بیرته هېواد ته را ستون شوی وو. وایي د هغه د کورنۍ کسان یې هم معاینه کړي خو هغوی ته دغه وایرس نه دی ور پورې شوی.

له ایرانه په تېرو دوو اوونیو کې شاوخوا 4000 شیعه زیارت کوونکي د تفتان له لارې پاکستان ته را ستانه شوي دي، د بلوچستان حکومت د دوی د طبي څارنې لپاره په تفتان او کوټې ښار ته څېرمه په میان غونډي سیمه کې دوه مرکزونه جوړ کړي چې له ایرانه را ستانه شوي خلک به پکې د دوو اوونیو لپاره کورنټین کېږي.

په کوټه ښار کې نن شورو- چارشنبې په ورځ د مدني ټولنې فعالانو د پریس کلب مخې ته احتجاج کړی او غوښتنه یې کړې چې د پاکستان د نورو صوبو را ستانه شوي شیعه زیارت کوونکي دې په بلوچستان کې د طبي څارنې لپاره نه ساتل کېږي. احتجاج کوونکي وایي د بلوچستان حکومت له لوري د کرونا وایرس د مخنیوي لپارہ پورته کړ‎ل شوي ګامونه د ولس پر ضد دي، د میان غونډۍ کورنټین سېنټر دي بند کړل شي او یا دې پورہ پورہ جدید طبعي سهولیات ورکړ‎ل شي.

د سیند صوبایي حکومت د تحریک اصاف پر مرکزي حکومت تور لګولی چ وایي پر هوایي ډګرونو یې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره کافي ګامونه نه دي اخیستي ځکه خو په دې صوبه کې دغه وایرس زیات خپور شوی دی.

د سیند حکومت ویاند مرتضی وهاب یوې په کراچۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل "شاید د هوایي ډګرونو سیسټم په سمه توګه کار نه کوي، هلته د طبي څارنې سکېنرز باید بهتر او د کار وړ جوړ کړل شي او پر هوایي ډګرونو باندې د خلکو طبي څارنه باید په لا ډېره اغېزمنه توګه وشي".

خو په روغتیایي جارو کې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا وایي، حکومت یې حالات له نیژدې څاري او له کورونا وایرسه د اغېزمنو کسانو بشپړه طبي څارنه کوي او په دې اړه اندېښنه نه ده پکار:

"حالات په بشپړه توګه په کنټرول کې دي، مرکزي او صوبایي حکومتونه په ګډه هڅې کوي چې خلک له کورونا وایرسه و ژغوري".

کورونا وایرس چې په تېر دسمبر کې د چین په ووهان صوبه کې خپور شوی،‌ اوس د نړۍ شاوخوا ۱۱۰ هېوادونو ته خپور شوی او تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې له دې وژونکي وایرسه 4,300 تنه مړه شوي او شاوخوا 119,000 ترې اغېزمن شوي‌ دي.