د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو ويلي "د بده مرغه (د هغه مېرمن) سوفي ګريګواير ټروډو د کرونا ټيسټ مثبت راغلی ځکه قرنطين شوې ده".
نوموړي په ټويټر ویلي "هغه لږې نښې لري او هغه د ځان خيال ساتي او د ډاکټرانو په مشوره عمل کوي".
I am feeling fine & I’m not exhibiting any symptoms of the virus, but I will also be following the advice of our doctor and I will continue to self-isolate for now. During that time, as I did today, I’ll continue to work from home and conduct meetings via video & teleconference.
— Justin Trudeau (@JustinTrudeau) March 13, 2020
د وزيراعظم دفتر ویلي، سوفي ټروډو د په وروستيو کې د برتانيه سفر کړی او بيرته ستنه شوې ده، د هغې زکام او لږه تبه وه.
ټروډو ويلي، د هغه خپل صحت ښه دی د وایرس هیڅ نښې نه لرې خو د ډاکټرانو په مشوره عمل کوي او ځان يواځې کوي.
هغه زياته کړې د کور نه به کار کوي. هغه د کېنېډا په خلکو غږ کړی چې د طبي پوهانو په مشوره عمل وکړي.
د امریکې د مېري لېنډ جان هوپکنز پوهنتون چې د صحت د نړیوالې ادارې، امریکې او چين څخه د کرونا وايرس شمېرې راټولوي ويلي يې دي په کېنېډا کې تراوسه پورې د کرونا ۱۱۷ مثبت پېښې مخې ته راغلي دي.
د پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې تر اوسه پورې د کرونا يو لاک ۲۸ زره ۳۴۳ پېښې مخې ته راغلي او ۴۷۲۰ کسان ترې مړه شوي دي.
تر ټولو زياتې مړينې ۳۰۵۶ په چين، ۸۲۷ په اټلي او ۴۲۹ په ايران ک شوي دي.
د صحت نړيوالې ادارې کرونا وايرس نړيواله وبا ګرځولې ده.