د کوټه ګلیډیټرز ټیم د پاکستان سوپر لیګ 2020 نه بهر شوې دی

کوټه ګلیډیټرز ټیم د کراچۍ کینګز ټیم ته ماتې ورکړه ، خو سېمي فاینل ته لاره موندلو کې پاتې راغلي

که څه هم د پاکستان سوپر لیګ 2020 په نن شوي لوبه کې د کوټه ګلیډیټرز ټیم د کراچۍ کینګز ټیم ته ماتې ورکړه ، خو سېمي فاینل ته لاره موندلو کې پاتې راغلي.

دکراچۍ په نېشنل سټېډیم کې ترسره شوې لوبه کې کراچۍ کینګز لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه.

لومړی د بیټینګ پر مهال ، کراچۍ کینګز د کوټه ګلیډیټرز لوبډلې ته د151 رنزونو یا د منډو هدف وټاکه ، چې کوټه ګلیډیټرز په 17 اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړو.

هم نن شوي په یو بله لوبه کېلاهور قلندرز ټیم د ملتان سلطانز ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه.

د پاکستان سوپر لیګ لومړۍ سېمي فاینل به د ملتان سلطانز او پېښور زلمي ترمینځ وي او دوهم سېمي فاینل به د کراچۍ کنگز او لاهور قلندرز ترمینځ کېږي.