تورخم نه راستنېدونکي کسان به تر۱۵ؤ ورځو دڅارملنې په مرکز کې ساتل کیږي،حکومتي پرېکړه

دکرونا وائروسو دمخنیوي په خاطر دخیبر پښتونخوا حکومت دخیبر قبائیلي ضلعې په شاه کس سیمه کې دملیشا ځواکونو په مرکز کې د۱۵۰کټونو دیوې بیلې خونې پرانستلو پرېکړه کړې ده چې په دې خونه کې به دتورخم پولې نه بیرته راتلونکي پاکستانیان دڅارملنې په توګه ساتل کیږي.

دکرونا وائروسو د خوریدو د مخنیوي په اړوند د ګل په ورځ پېښور کې د صحت دصوبایي وزیر تیمور سلیم جګړا اؤ دصوبايي چیف سیکرټري په مشرۍ یوه مهمه غونډه شوې چې پکې یو لړ مهمې پرېکړې شوي دي.

دصوبایي حکومت لخوا مطبوعاتو ته په ورکړل شوي یو بیان کې ویل شوي چې د ټولو دولتي محکمو چارواکي به پخپلو خپلو محکمو کې هاغه مامورین په ګوته کوي چې که تر ۱۵ؤ ورځو دندې ترسره کولو دپاره دفترونو یا ادارو ته ورنه شي نو څه زیان یې نه شته.

غونډې کې پرېکړه شوې ده چې دغسې ټولو مامورینو اؤ مشرانو ته به د ۲۵ؤ ورځو رخصتۍ ورکول کیږي اؤ په دفترونو اؤ ادارو کې به یوازې اړین کسان په کمه شمیره کې حاضري کوي.

همدا شان غونډه کې پرېکړه شوې ده چې کوم خلک دولتي دفترونو ته دخپلو ستونزو هواري دپاره ورځي دهغوئ کارونه به دهرکلي په خونه تمامولی شي اؤ داطلاعاتو محکمه به اولس ته دا خبره رسوي چې راتلونکو ۱۵، ورځو دپاره سرکاري دفترونو ته په ورتګ بندیز لګیدلی دی.

غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ضلعو انتظامي مشران به علماء کرام دې خبرې ته تشویقوي چې خلکو ته به وویل شي چې مذهبي اجتماعاتو کې هم دګڼې ګوڼې نه ډډه وکړي اؤ که د نمونځونو دپاره چې کوم صفونه جوړیږي دهغې په منځ کې دې واټن سیوا وساتل شي.

همداشان ماشومانو اؤ بوډاګانو ته په کور دننه دنمونځونو کولو دترغیب پرېکړه هم شوې ده.

په پاکستان کې د مطبوعاتي راپورونو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس د اخته شوؤ شمېره ۱۹۵ ته رسېدلې چې پکې يواځې په سند صوبه کې د کرونا وايرس اخته شوؤ شمېره ۱۵۵ ده.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې حکومت منلې ده چې ۱۵ کسان په کرونا وائروسو اخته شوي چې دغه ۱۵ کسان ډيره اسماعیل خان سیمه کې دڅارملنې په یو کیمپ کې ساتل شوي دي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د کرونا وايرس په اړه د ملي امنيت غونډه شوې او په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د کرونا د مخنيوي په موخه په ټول ملک کې تر ۵م اپرېل تعليمي ادارې بندول، د ايران او افغانستان سره پولې تړل او په ملک کې دننه په غونډو راجوړولو بندېز شامل ؤ.