د سند صوبايي حکومت د کرونا وايرس د خطر له امله په صوبه کې د ۱۵ ورځو دپاره د ټولو رسټورانټونو او سوداګريزو مرکزونو تړلو پرېکړه کړې ده.
د صوبايي حکومت وياند مرتضی وهاب ويلي، نن د شورو، چهارشنبې د ورځې نه به ټول مرکزونه تړلي وي يواځې د ځان سره خوراکي توکي وړل او کورونه ته رسولو اجازه به وي.
هغه په ټویټر ويلي، د سمندر په غاړه او پارکونو باندې ۱۴۴ ماده لګول شوې ده.
هغه زياته کړې د خوراکي توکيو مرکزونه او دوايانو سټورونه به خلاص وي هغه په خلکو د مرستې غږ کړی دی.
All restaurants,malls,shopping centres will be closed in Sindh from tomorrow. Only takeaways & deliveries will be allowed. Section 144 also to be imposed at beach & parks. It is clarified that shopping stores & chemists will remain open. Citizens are once again urged to cooperate
— SenatorMurtaza Wahab (@murtazawahab1) March 17, 2020
په سند صوبه کې دغه ګام په داسې حال کې پورته کړی شوی چې په صوبه کې د کرونا وايرس پېښې ۱۷۲ ته رسېدلې دي.
راپورونه وايي په پاکستان کې د کرونا وايرس ټولې پېښې ۲۷۲ ته رسېدلې دي.
په دې شمېره کې ۱۷۲ په سند، ۲۶ په پنجاب، ۱۶ـ ۱۶ په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې ۲۶، پينځه په ګلګت بلتستان او دوه په اسلام اباد کې رپوټ شوي دي.
راپورونه وايي د ايران څخه راغلي د ۶۷۱ نور زايرين سند صوبې ته لېږل شوي دي.
د سند صوبې چارواکي وايي د ايران څخه تافتان ته راغلو زايرينو هلته پوره خيال نه دی ساتل شوی ځکه په سند صوبه کې د کرونا وايرس پېښې زياتې مخې ته راغلې.