کرونا وائروس:ملګرو ملتونو پاکستان څخه دافغان کډوالو دبېرته ستنولو بهیر وځنډولو

دپاکستان لخوا افغانستان سره دپولو تړلو وروسته ملګرو ملتونو پاکستان څخه افغانستان ته دافغان کډوالو پخپله خوښه د ستنېدنې بهیر ځنډولی دی.

دملګرو ملتونو دکډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار ویاند ښاغلي قیصر اپریدي د چهارشنبې په ورځ وي او ای ډيو ته ویلي چې یو این ایچ سي ار د دویم مارچ څخه پاکستان نه پخپله خوښه د کډوالو دستنولو بهیر پیل کړی ؤ اؤ ددې بهیر په اساس تر اوسه نهه کورنۍ دپاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوي چې په هغې کې ۲۸ کسان شامل وؤ.

قیصر اپریدي وویل په دې وروستیو کې چې پاکستان دکرونا وائروسو له امله افغانستان سره په تورخم اؤ چمن خپلې پولې وتړلې نو بیا دکډوالو دستنېدنې عمل دستونزو سره مخ شو اؤ یو این ایچ سي ار دې ته اړ شو چې دغه عمل وځنډوي.

ویاند وویل دخیبر پښتونخوا دنوښار په اضاخیلو اؤ د بلوچستان په بلیلي اؤ کوټه سیمو کې د یو این ایچ سي ار مرکزونه تړل شوي اؤ دا به ترهغې تړلي وي ترڅو چې ادارې دکډوالو د ستنولو دبهیر بیا پیل کولو پرېکړه نه وي کړي.

هغه وویل اوس مهال په افغانستان کې هم د یو این ایچ سي ار هغه مرکزونه تړل شوي چې ستنېدونکو کډوالو ته به یې پیسې ورکولې ځکه نو فعلاً دکډوالو بیرته ستنول ممکن نه دي.

دملګرو ملتونو د شمیرو له مخې دا مهال په پاکستان کې شا وخوا ۱۴لکه راجسټرډ کډوال میشته دي خو مطبوعاتي راپورونه اؤ پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې ددې ترڅنګ په لکونو داسې کډوال هم پاکستان کې ژوند کوي چې هغوئ هیڅ اسناد نه لري اؤ دلته یې استوګنه غیرقانوني ګڼل کیږي.

تر اوسه په پاکستان کې د کرونا وايروسو 237 پېښې مخې ته راغلي دي،‌ یوازې په سند ایالت کې دغه شمېر 170 ته رسېدلی، په پنجاب کې 26، په بلوچستان کې 16، په خیبرپښتونخوا کې 16، په اسلام اباد کې 4 او په ګلګت بلتستان کې 3 دی.

په افغانستان کې د کرونا وايرس د وهلو شمېره ۲۲ ته رسېدلې ده.