دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي دي د کرونا وائروسو د وبا باوجود پاکستان دخپلو افغان ورونو اؤ خویندو مرستې ته ژمن دی.
دجمعې په ورځ په ټوئټر عمران خان لیکلي هغه دچمن اؤ سپین بولدک دپولو په پرانستو افغانستان ته د ټرکونو پرېښودلو امر کړی دی
عمران خان لیکلي چې په دې بحراني کیفیت کې هم مونږ په بشپړه عزم سره د افغانستان ترڅنګ ولاړ یو.
کرونا (COVID-19) جیسی عالمی وبا پھوٹنے کےباوجود ہم اپنے افغان بھائیوں/بہنوں کی مدد کیلئے پوری طرح یکسو اور پرعزم ہیں۔ میں نے چمن-سپین بولدک سرحد کھولتے ہوئے ٹرکوں کو افغانستان میں داخلے کی اجازت دینے کی ہدایات دی ہیں۔ بحرانی کیفیت میں ہم پوری ثابت قدمی سے افغانستان کے ساتھ ہیں۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) March 20, 2020
پاکستان کې دکرونا وائروسو دپېښو مخې ته له راتلو وروسته پاکستان په تورخم اؤ چمن افغانستان سره خپلې پولې تړلي دي اؤ هغه خلک چې افغانستان ته تګ غواړي یا دافغانستان څخه پاکستان ته را اوړي هغوئ نه شي کولی په دغو پولو سفر وکړي.
ددې ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ زمکنی تجارت هم په ټپه ولاړ دی په تجارتي توکو بار ټرکونه د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې شوي دي خو اوس دپاکستان وزیراعظم وایي چې چارواکو ته یې امر کړی چې دغه ټرکونه باید افغانستان ته پرېښودل شي.
دملګرو ملتونو دشمیرو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۱۴ لکه افغان کډوال میشته دي چې د دویم مارچ نه ملګرو ملتونو ددغو کډوالو خپل هیواد ته د ستنولو لړۍ پیل کړې وه خو دپولو تړل کیدلو له امله اوړمه ورځ دکډوالو ادارې یو این ایچ سي ار د کډوالو د ستنولو د لړۍ ودرؤلو اعلان هم کړی ؤ