افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازي ځلمي خلیلزاد ویلي افغان دولت اؤ طالبان توافق ته رسیدلي چې دواړه خواوې به دبندیانو دخوشې کولو لړۍ د مارچ په ۳۱مه نیټه پیل کړي.
پخپله ټوئټر پاڼه ځلمي خلیلزاد لیکلي چې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې دوهمه تیکنیکي غونډه(دچهارشنبې په ورځ) د ویډیو کانفرنس له لارې شوه اؤ دواړه خواوې پکې د ۳۱م مارچ څخه د بندیانو په پرېښودلو صلاح شوي دي.
ښاغلي خلیلزاد دا یو مثبت پرمختګ بللی اؤ ویلي یې دي دتخنیکي غونډو دلارې به دبندیانو دخلاصون په سم ډول پرمخ دتللو ډاډ ترلاسه شي.
1/2نن د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې دوهمه تخنیکي غونډه بیا د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه. دواړو غاړو توافق وکړ چې د بندیانو خلاصون به د دواړو خواو لخوا د مارچ پر ۳۱ پیل شي.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) March 25, 2020
دافغانستان دملي امنیت دشورا ویاند جاوید فیصل هم په ټوئټر پخلی کړی چې دبندیانو دخوشې کولو لړۍ به د۳۱م مارچ څخه پیل شوي اؤ په لمړي پړاؤ کې به افغاان دولت سل طالبان له دې ضمانت ترلاسه کولو وروسته خوشې کړي چې هغوئ به بیرته د جنګ لیکو ته نه ستنیږي.
په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټوئټر لیکلي دبندیانو دخوشې کولو دبهیر څارنې دپاره به دطالبانو یو تخنیکي پلاوی د بګرام د زندان څخه لیدنه هم وکړي.
(1/2)نن د بندیانو دخلاصون لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د تخنیکي ټیم ، سره صلیب، امریکا، قطر او کابل ادارې د تخنیکي ټیم تر منځ پنځه اړخیز ویډیويي کانفرانس جوړ شو چې ۴ ساعتونه يې دوام وکړ او د بندیانو د خلاصون پر پروسې یې مفصلې خبرې وکړې.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) March 25, 2020
افغانستان دپاره دملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما پخپله یوه اعلامیه کې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ دچهارشنبې په ورځ دشوؤ خبرو اترو هرکلی کړی اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې دا خبرې به بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هواره کړي