مردان:په ماشومې له جنسي تیري وروسته دهغې وژونکی پولیسو نیولی

خېبرپښتونخوا مردان سيمې پوليس وايي، دوي ه دېرش کلن تن نيولی چې د نهه کلنې ماشومې په وژنه کې ککړ دی او د وژنې وړاندې يې په دې ماشومه جنسي تېری هم کړی ؤ.

د دې ماشومې مړی تېره ورځ په بوجۍ کې بند موندل شوی ؤ او د هغې په بدن د تشدد نخښې هم وې.

د مردان پوليسو مشر سجاد خان وايي چې نيول شوي تن د ماشومې د پلار سره په کارخانه کې کار کولو او د خپل جرم يې هم منلی دی.

‘نيول شوي تن ماشومه د وژنې وروستو په يوه بوجۍ کې بنده کړې وه، ده د يو دکان نه د چينو بوجۍ اخستې وه او په يوه کنده کې يې غورځولې وه. دا ماشومه د دوئ سره بلده وه او د وژنې په ورځ د ملزم کورودانه په کور کې نه وه.‘

د پوليسو په وينا د مارچ په ۲۶مه د څلورم ټولګي ماشومه د مردان په جان اباد سيمه کې د يو دوکان نه د صابون اخستلو لپاره تلې وه او له دې وروستو بې درکه شوې وه. د ماشومې پلار د مردان په شېخ ملتون تاڼه کې د دې ماشومې د بې درکۍ مقدمه درج کړې وه.

په مردان سيمه کې د ماشومانو سره د جنسي تېري او بيا د وژنې دا لومړۍ پېښه نه ده. په کال ۲۰۱۸م کې په ګوجرګړۍ سيمه کې يوه څلور کلنه ماشومه د خپلې کورنۍ يو نزدې تن د جنسي تېري وروستو وژلې وه، وروستو عدالت دغه تن ته د عمر قېد يعنې پينځويشت کالو سزا اورولې وه.

په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د ساتنې د قانون ۲۰۱۰م او د مرکزي حکومت د ۲۰۱۸م د قانون لاندې په خېبرپښتونخوا کې د جنسي تېرو او په ماشومانو د مقدمو لپاره درې خصوصي عدالتونه جوړ کړي.

روان کال د مردان ضلعې د ماشومانو خصوصي عدالت يو تن ته د ماشومې سره د جنسي تور په مقدمه کې د عمر قېد او ۵۰ زره روپۍ جرمانې سزا اورولې وه.

يو اړخ ته دغه سزاګانې او قانون موجود دی خو بيا هم دا پېښې نه کمېږي، په دې اړه د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی عمران ټکر وايي چې د قانون او سزاګانو سره سره بايد ټولنه او مور پلار خپل کردار ادا کړي.

هغه وايي چې د حکومتي چارواکو، پوليسو، د عدالت محکمې، د ماشومانو مور پلار، ماشومان پخپله او ميډيا په شريکه ذمه واري به د دا رنګ پېښو مخنيوی کوي.

غېردولتي اداره ساحل وايي چې د تېر کال يعنې د ۲۰۱۹م لومړۍ شپږو مياشتو کې ماشومانو سره د جنسي تېرو د ۱۳۰۰ نه زيات کېسونه مخې ته راغلي وو چې پکې ۷۳۹ جينکۍ او ۵۷۵ هلکان د جنسي حملو ښکار شوي وو.

د مردان ضلعې د پوليسو د ۲۰۱۹م کليز رپورټ ترمخه په سيمه کې ۴۸ د جنسي تېري حملې شوې وې او په دغه حملو کې ککړ ټول ملزمان نيول شوي وو.