په وزيرستان کې يو لور ته د انټرنېټ دپاره مظاهرې او بل لور ته د موبايل ټاور په بمونو الوځول شوی

د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي په عېسوخېلو کې د يوې شخصي کمپنۍ د موبايل ټاور په بمونو الوځول شوی، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وزیرستان او بنو کې زده کوونکي په علاقه کې د انټرنېټ دپاره احتجاجي ناستې کوي.

د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي، د شخصي موبايل کمپنۍ (يو فون) ټاور تېره شپه په بمونو الوزول شوی دی.

ويل کيږي دغه موبايل ټاور د میرعلي په عېسوخېلو کې په وروستيو کې لګول شوی او يواځې نزدې علاقې ته يې د موبايل ټیليفون سروس ورکولو د انټرنېټ اسانتيا يې هم نه لرله.

د پېښې زمه واري چا نه ده منلې، او د ميرعلي په پوليس تاڼه کې د پېښې مقدمه د نالومه کسانو پرضد درج کړی شوې ده.

له دې یوه مياشت وړاندې هم د شمالي وزيرستان په نورک علاقه کې د يادې کمپنۍ بل ټاور په بمونو الوځول شوی ؤ.

څو ورځې وړاندې په علاقه کې داسې خطونه ترلاسه شوي چې پکې موبايل ټاورو، د جينکو سکولونو، د پولیو ټیمونو او ځايي مشرانو ته ګواښونه شوي وو، په دغو خطونو د داسې وسله والو ډلو نومونه ليکل شوي چې ډېره پېژندګلو يې نه لرله.

د موبايل ټاور په داسې حال کې تباه کړی شوی چې د شمالي وزيرستان په میرعلي، د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه او د بنو په جاني خېلو کې د يادو سيمو زده کوونکي احتجاجي مظاهرې کوي او په سيمه کې د تهري جي او فور جي انټرنېټ غواړي.

دوی وايي د کرونا وايرس وبا له امله پوهنتونونه تړل شوي خو انلاين يا د انټرنېټ د لارې کلاسونه اخيستل کيږي او دوی په علاقه کې انټرنېټ نه لري ځکه زده کړې ترې پاتې کیږي.

خو په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی د اېليمنټري او سکېنډري اېجوکېشن مشاور ضیا الله بنګش وي او ای ډيوه ته ویلي ؤ، د پاکستان ټيلي کميونېکشن د ادارې سره خبره شوې او د اپرېل د اخرې پورې به په ټولو قبايلي ضلعو کې دغه اداره انټرنېټ ولګوي.