صدر علوي: حکومت او دیني عالمان په روژه کې د عبادت لپاره په 20 وړاندیزونو موافق شوي دي

د پاکستان صدر - ولسمشر ډاکتر عارف علوي د دیني عالمانو سره کتنې وروسته ویلي چې د خلکو او جوماتونو لپاره د روژې په بزرګه - زبرګه میاشت کې د عمل کولو لپاره د شلو ټکو پلان باندې موافقه شوې ده.

ښاغلي علوي یو مطبوعاتي کانفرانس کې وویل: "روژه د عبادت میاشت ده او مسلمانان دې میاشت سره ډیره مینه لري. لازمه وه چې د هر ډول فېصلې- پریکړې د کولو د مخه د حکومت وړاندیزونه او دیني عالمانو وړاندیزونه راټول شي ".

د صدر عارف علوي په مشرۍ کې د هیواد څلورو صوبو کې د عالمانو سره د ویډیو لینک دلاری شوي غونډی وروسته یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوې ده.

بیان کې ویل شوي چې په جوماتونو او امام باړو کې به قالینونه او دری نه غوړول کیږي.

د روژی ماتي او د پیش ماني غونډې به نه تنظیمیږي. د لمانځه وړاندی او وروسته غونډو به مخنیوی کېږي. په کومو جوماتونو کې غولي شته نو باید لمونځونه د کوټو او د هالونو پرځاې بهر وشي.

اعلامیه کې ویل شوي چې د50 کالو نه ډیر عمر لرونکي ، کوچنيان، د ټوخي ، نزله او زکام ناروغان به جوماتونو ته نه ورځي.

د تراویح لمونځ به د جومات په انګړ-غولي کې ترسره کیړي. په کورونو کې د تراویح لمونځونو کولو هم ټینګار شوی دی.

په پاکستان کې د دیني مدرسو د مرکزي دفتر "وفاق المدارس العربیه" ګڼ شمېر دیني عالمانو او د جوماتونو ملا امامانو حکومت ته خبرداری ورکړی و چې په جوماتونو کې دې د جماعت پر لمونځونو نور اضافي بندیزونه نه لګوي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د وروستي خبر له مخې په پاکستان کې په کرونا وایرس اخته شاوخوا ۶۰ فیصده کسان له سعودي او ایرانه را ستانه شوي عمره کوونکي او شیعه زیارت کوونکي او یا هم د تبلیغي جماعت کسان دي.