پاکستان کې د کرونا وایرس پېښې په راتلونکي هفته کې تر 15 زرو رسېدلې شي، عمران خان وایي

په پاکستان کې تر دې دمه د کرونا وایرس باندې اخته خلکو شمیر7,674 دی

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د خالي- شنبې په ورځ ویلي دي که چیرې په پاکستان کې د غربت کچه هغه وخت زیاته شي چې کرونا وایرس ته یې ماتې ورکړې وي نو دغه هیواد به ټوله جګړه بایللې وي.

وزیر اعظم عمران خان د خالي په ورځ د خپلې کابینې وزیرانو او ځانګړي همکارانو ترڅنګ یوه خبري کانفرانس ته وویل،" زموږ ترټولو لویه چیلنج دا ده چې دا خبره یقیني کړو چې هغه کسان چې هم اوس په اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي د غربت د کرښې لاندې نور ښکته نشي. ځکه چې که دوی ښکته لاړ شي او زموږ د غربت کچه هغه وخت لوړه شي چې موږ دې وایرس ته ماتې ورکړې ، موږ به جګړه د لاسه ورکړو."

ښاغلي عمران وویل چې پداسې حال کې چې اوس مهال په پاکستان کې د کرونا وایرس د تایید شوي مثبت پیښوشمېر د اټکل شوو شمېرو نه کم دی ، خو ملک کیدی شي د مۍ میاشتی تر 15 پورې ستونزو سره مخ کېدی شي. نوموړي خلکو نه غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې د احتیاط نه کار واخلي.

عمران خان وویل،" زموږ اولني اټکلونه وو چې موږ به د اپریل تر 25 پورې 50،000 پېښې ولرو. د الله په فضل ، داسې حال نده. زموږ نوي اټکلونه ښایي چې موږ به د راتلونکي هفتې - اوونی پورې 12،000 - 15،000 د کرونا وایرس ناروغان ولرو. په بل ټکو کې مطلب دی هغه فشار چې موږ په خپلو هسپتالونو- روغتونونو کې یې تمه کوله به اوس په راتلونکې میاشت کې وي . "

عمران خان وویل چې د تایید شوي کوویډ – 19 د پېښو کم شمېر د حکومت لخوا په وختاخستل شوو ګامونو له وجه دی.

په پاکستان کې تر دې دمه د کرونا وایرس باندې اخته خلکو شمیر7,674 دی.
په دغه هیواد کې د کرونا وایرس نه دمړو شوؤ کسانو شمیره 144 ده.

تر دې دمه دکرونا وایرس له امله تر ټولو زیاتې مړینې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شوي چې شمیر یې 50ؤ ته رسېدلې ده.