مسلمانان دې د روژې عبادتونه په کورونو کې وکړي، د سعودي عرب د علماؤ شورا

د سعودي عرب لوړ رتبه مذهبي ادارې او د مشرانو علماؤ شورا (مجلس هېئته الکبارالعلما) ټينګار کړی چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې مېشت مسلمانان دې د کرونا وايرس له امله په روژه کې عبادتونه په کورونو کې وکړي.

رويټرز د سعودي عرب د خبري ادارې لخوا ويلي، د علماؤ شورا ويلي مسلمانان بايد د ګڼو او غونډو جوړولو نه ډډه وکړي ځکه چې د زياتو کسانو يو ځای کېدو نه د کرونا وبا په تېزۍ سره خوريږي.

شورا زياته کړې ياد ساتل پکار دي چې د نورو انسانانو ژوند بچ کول يو غټ کار دی د کوم څخه چې هغه خپل خدای ته نور نزدې کېدی شي.

د سعودي عرب غټ عالم مفتي شېخ عبدالعزيز ال شېخ هم د جمعې په ورځ دغه ډول بيان ورکړی ؤ چې که د کرونا وايرس خوريږي نو مسلمانان بايد د روژې عبادتونه په کورونو کې وکړي او د اختر نمونځ هم په غټو ګڼو کې ونه کړی شي.

راپورونه وايي د سعودي عرب په مدينه ښار کې د مسجد نبوي انتظامیې د وړاندې نه اعلان کړی دی چې په جومات کې به د روژه ماتي دپاره د ګڼې جوړولو اجازت نه وي.

انتظامیې په روژه دارو يې د روژه ماتي وېشل هم منع کړي دي.

سعودي عرب د کرونا وايرس له امله د مارچ په نيمايۍ کې په جوماتونو کې په نمانځه بندېز لګولی او د جمعې غونډې يې منع کړې وې.

په سعودي عرب کې تراوسه پورې په نهه زره ۳۶۲ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۹۷ کسان ترې مړه شوي دي.