په پاکستان کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره د لسو زرو نه واوښته، ۲۲۴ مړه

په پاکستان کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره د لس زره ۵۱۳ ته رسېدلې ده، او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه نور ۱۵ تنه مړه شوي دي.

په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۲۲۴ ته ورسېده.

په ملک کې په خېبرپښتونخوا کې اوس هم د کرونا وايرس نه د مړو شمېره تر ټولو سېوا ده او ۸۳ کسان ترې مړه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په کرونا وايرس د اخته شوؤ کسانو شمېره ۱۴۵۳ ده او ۴۱۴ کسان ترې صحتمند شوي هم دي.

په سند صوبه کې د کرونا وايرس نه د درې نورو کسانو د مړينې سره د ټولو مړو شمېره ۶۹ ته رسېدلې ده.

په سند کې په ۳۳۷۳ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۷۱۵ کسان ترې ښه شوي هم دي.

په پنجاب کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس نه اووه تنه مړه شوي او په دغه صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ کسانو شمېره ۵۸ شوې ده.

په پاکستا ن کې د کرونا وايرس تر ټولو زياتې پېښې په پنجاب صوبه کې مخې ته راغلي چې شمېره يې ۴۵۹۰ ده.

په پنجاب کې په کرونا وايرس اخته ۷۹۰ کسان صحتمند شوي دي.