کرونا وایرس د نورې نړۍ په ګډون په پاکستان کې هم د ماشومانو تعلیم زیات اغېزمن کړی

واشنګټن ــــ د نورې نړۍ د هېوادونو په شان په پاکستاان کې هم په کرونا وایرس کې د لاک ډاون او د تعلیمي ادارې بندېدو د دې هېواد تعلیم خصوصاً د ماشومانو زدکړه ډېره زیاته اغېزمنه کړې ده ځکه چې ټول ماشومان د نورې نړۍ غوندې آنلاین تعلیم نه شي کولای.

د پاکستان انګرېزي ورځپاڼې ډان د جمعې په ورځ پخپله اداریه کې لیکلي، چې د پاکستان تعلیم مخکې هم زیات ښه نه وو، خو وایي د کرونا وایرس تر خپرېدو وروسته چې ماشومان پخپلو کورونو کې بند پاتې شول، تعلیم نور هم له ستونځو سره مخ شو.

ورځپاڼه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یونیسیف په حواله لیکي چې د کرونا وبا له کبله په ټوله نړۍ کې د شاوخوا یونیم ارب ماشومانو تعلیم د سکولونو بندېدو له کبله اغېزمن شوی دی.

په پاکستان کې د تعلیم ماهرین وایي، د نورې نړۍ په نسبت په پاکستان کې ځکه تعلیم زیات اغېزمن شوی چې وایي دلته هر څوک آنلاین تعلیم ته لاسرسی نه لري او ډېرې سرکاري ادارې لا د دې ستونځې په اړه له چېلنج سره مخامخ دي.

د پېښور پوهنتون یو استاد پروفیسر ناصر خټک وایي، د کرونا وبا په مهال د خلکو ژوند مهم دی، که تعلیم څه موده و ځنډېږي هم څه بده خبره نه ده. پروفیسر ناصر خټک وایي په پاکستان کې آنلاین تعلیم ته د هر چا رسایي برابره نه ده:

"غټه مسئله دا ده چې پوهنتونونه خو به د دې انتظام ژر وکړي چې زده کوونکو ته آنلاین تعلیم ورکړي، خو د ملک په هره برخه کې انټرنیټ خصوصاً ۳ جي او ۴ جي انټرنیټ نه شته نو ځکه هم ټولو ته آنلاین تعلیم نه شي‌ ورکول کېدای".

ډان ورځپاڼه لیکي چې اوس هم د پاکستان په ډېرو سیمو کې یا انټرنیټ ته لاسرسی نه شته او یا هم ډېر زده کوونکي د لیپ ټاپ کمپیوټر، سمارټ فون او د تېز نیټ د بل ادا کولو وس نه لري.

د ډان په اداریه کې راغلي چې په پاکستان کې دا مهال تر ۲ کروړه ۲۰ لکه زیات ماشومان له سکولونو بهر دي او د کرونا وبا په نتیجه کې د سکولونو بندېدو له کبله یو ډول د هېواد ټول ماشومان له تعلیمه محرومه شول.

یو خبریال ذوالفقار علي وایي، د یو پلار په حیث هغه دا ګڼي چې آنلاین تعلیم د سکول د تعلیم برابر نه شي کېدای، وایي ماشومان یې نن سبا په کور کې کلاسونه اخلي خو وایي د اوږدې مودې لپاره د ماشومان دا ډول تعلیم ته اندېښمن دی:

"ویره خو راسره شته چې که دوی اوس په سکول کې کلاسونه اخیستلای، هلته به یې ښه زدکړه کولای، خو چې څه نه شته نو تر نه څه کولو دا هم بهتره ده چې په کور کې آنلاین زدکړه وکړي".

ورځپاڼه د تعلیم د پوهانو په حواله وایي چې که د کرونا وبا له کبله لاک ډاون نور هم وغزېږي نو حکومت ته به د آنلاین تعلیم یا څه نورې لارې لټول پکار وي. حکومت یو تعلیمي چېنل هم شروع کړی خو په راتلونکي وخت کې به معلومېږي چې دا څومره اغېزمن ثابتېدای شي.