د کلوروکين د لارې دې د کرونا د علاج نه ډډه وشي، اېف ډي ای

د امریکې د خوراک او دوایانو ادارې (اېف ډي ای) سره اړونده ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې د مليريا دپاره کارېدونکې دوايانې که د کرونا وايرس دپاره کارول کيږي د دې نه دې ډډه وشي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په خپله څو ځله دغه خبره کړې چې د مليريا دپاره کارېدونکې دوايانې لکه کلوروکين او نورې د کرونا وايرس پرضد کارول پکار دي.

د راپورونو ترمخه په ځينې ملکونو کې کلوروکين د کرونا په وايرس اخته کسانو له ورکول کيږي.

خو طبي پوهان وايي دغه دوايانې تاواني هم دي او که د ډاکټر د مشورې نه بغېر وکارول شي نو د ګټې په ځای نورې تاواني ګرځېدی شي.

ځينې راپورونه وايي په ځینو وختونو کې د مليريا ضد کارېدونکي دوايانې د کرونا پرضد علاج کې ګټه لري خو ډېر داسې وشي چې هيڅ ګټه نه کوي او نوره پېچلتيا جوړوي.

تر دې دمه د کرونا وايرس کوم علاج نشته او نه کومه دوايي د دې دپاره جوړه شوې ده خو ويل کیږي په حو ملکونو کې د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره په ويکسينو جوړولو کار روان دی.

اېف ډي ای د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی داسې راپورونه ورته ترلاسه شوي چې د کرونا په وايرس اخته کومو کسانو ته هائيډواکسي کلوروکين او دغه ډول نورو دوايانې ورکړی شوی هغه نقصاني ګرځېدلي او په دغو کې ځينو ناروغانو ژوند دلاسه ورکړی دی.