واشنګټن ــــ د پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د انټرنیټ د نشتوالي په اړه د یوه درخواست د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هایکورټ د پاکستان د داخله چارو له وزارته غوښتي چې په دغو سیمو کې د ۳ جي او ۴ جي انټرنیټ په اړه ورته تفصیلي رپوټ وړاندې کړي.
د ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې د اسلام اباد د اعلی عدالت قاضي اطهر من الله د نهې- سه شنبې په ورځ په قبایلي ضلعو کې د انټرنیټ د معطلۍ په اړه پخپلو څرګندونو کې ویلي، چې دا سیمه کشمیر نه دی او باید "ټول بنیاد انساني حقونه ورکړل شي".
د اسلام اباد عدالت د انټرنیټ اسانتیا هم یوه بنیادي انساني مسئله ګڼلې او ویلي یې دي چې په تېره اورېدنه کې یې دا خبره سپینه کړې ده. قاضي اطهر من الله ویلي:
"په قبایلي سیمو د جګړې غوندې حالت تېر شوی او دا به وخت واخلي چې هر څه عادي حالت ته را ګرځي".
مرستیال سرکاري وکیل د اورېدنې په مهال له حکومته د دوو اوونیو وخت غوښتی چې په دې اړه تفصیلي رپوټ وړاندې کړی، خو عدالت ورته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې عدالت مطمئن کړي او د درخواست اورېدنه یې د مې میاشتې تر ۱۱ ځنډولې ده.
په تېره اورېدنه کې د اسلام اباد هایکورټ د پاکستان د مواصلاتو مرکزي ادارې (پي ټي اې) ته امر کړی وو، چې په قبایلي ضلعو کې دې زده کوونکو ته د آنلاین تعلیم لپاره د ۳ جي او ۴ جي انټرنیټ اسانتیا ورکړي.
عدالت ویلي چې د کرونا وایرس له کبله د زده کوونکو تعلیم اغېزمن شوی دی ځکه نو دوی باید د آنلاین زدکړو لپاره انټرنیټ ولري چې تعلیمي کال یې ضایع نه شي.
عدالت ته دا درخواست د پاکستان د نمل پوهنتون یو زده کوونکي سید محمد ورکړی وو، چې وایي د انټرنیټ د نشتوالي له کبله آنلاین زدکړه نه شي کولای. د هغه وکیل عبدالرحیم وزیر عدالت ته ویلي، چې د عدالت پر امر برسېره په قبایلي ضلعو کې انټرنیټ نه دی فعال شوی.
د پاکستان حکومت له تېرې مارچ میاشتې د کرونا وایرس له کبله ټولې تعلیمي ادارې بندې کړې دي او اکثر زده کوونکو ته اوس آنلاین زدکړې ورکول کېږي خو د قبایلي ضلعو زده کوونکي د تېز انټرنیټ د نشتوالي له کبله له دغو زدکړو محروم دي.
د اپرېل میاشتې په پیل کې د جنوبي او شمالي وزیرستان او د نیمه قبایلي سیمې جانیخېلو زده کوونکو تر یوې اوونۍ زیاته موده د انټرنیټ د نشتوالي په ضد احتجاج وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د ژوند دغه بنیادي حق دې ورکړل شي.