د بشري حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د پاکستاني چارواکو نه غوښتي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په غړي عارف وزير د شوي برید ازادې پلټنې دې وکړي.
په عارف وزیر د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله وال بريد شوی هغه پکې سخت ژوبل شوی، او نن د خالي/شنبې په ورځ يې د اسلام اباد په پمز روغتون کې د سر د عملياتو (اپرېشن) په وخت ژوند د لاسه ورکړو.
اېمنسټي انټرنېشنل ويلي، "پاکستاني چارواکي دې د پښتون تحفظ مومنټ په غړي ترسره شوي پروني بريد ازاد او موثره پلټنې وکړي. په پېښه کې مشکوک دې محاسبه کړی شي".
The Pakistani authorities must carry out an independent and effective investigation into yesterday’s attack in South Waziristan on Arif Wazir, a member of the Pashtun Tahaffuz Movement. The suspected perpetrators must be held accountable.
— Amnesty International South Asia (@amnestysasia) May 2, 2020
د جنوبي وزيرستان د واڼه پوليس وايي، په عارف وزير د شوي بريد مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړی شوې او په علاقه کې د لټون عمليات روان دي.
د پي ټي اېم مشران وايي، په عارف وزير چې چا بريد کړی دوی به د دغو ترهګرو د مشرانو پرضد مبازره دوامداره ساتي.