د عارف وزیر ورور: زموږ په کورنۍ کې یو نارینه هم په خدایي مرګ نه، په ګولۍ وژل شوي

ډېره اسماعیل خان ــــ د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مشر عارف وزیر ورور سراج وزیر وایي، د دوی کورنۍ له چا سره کومه شخصي دښمني نه لري خو وایي په تېرو اتلسو کلونو کې یې د کورنۍ هیڅ یو نارینه هم په خدایي مرګ نه دی مړ شوی.

د عارف وزیر د تره زوی او د پاکستان د قومي‌ اسمبلۍ غړی علي وزیر وایي په ترهګرۍ کې چې زرګونه خلک وژل کېږي، د هغوی د ژغورنې لپاره به د دوی کورنۍ وخت په وخت قربانۍ ورکوي. علي وزیر د عارف وزیر په اړه وایي:

"عارف یو ساده غوندې انسان وو په اخلاص یې کار کاوه، چې هر څوک ورته راغلی دی که به یې ورسره لګېدلې که نه،‌ نظریاتي اختلاف به یې ورسره وو که نه، ملګری به یې وو یا به یې نه وو خو ده به ډېره منډه ترنډه ورسره وهله".

سراج وزیر وایي په سیمه کې چې یې په ۲۰۰۳م کال کې ترهګري پیل شوه، له هغه راهیسې یې د کورنۍ ۱۸ تنه د ترهګرۍ په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي. سراج وزیر د خپل وژل شوي ورور عارف وزیر د قبر سر ته ولاړ له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل:

"دا د سردار عارف شهید قبر دی، هغه په منځ کې د علي‌ د پلار قبر دی، هغه بل ورسره زما پلار دی، د علي د پلار سر ته د فاروق شهید قبر دی، ورسره دوه نور زما وروڼه شهیدان دي، په ټول په خدایي‌ مرګ نه په ګولۍ مړه شوي دي".

د علي وزیر پر کورنۍ لومړی برید په ۲۰۰۳م کال کې شوی وو، چې پکې د ده مشر ورور فاروق وزیر وژل شوی وو. بل برید ورباندې په ۲۰۰۵م کال کې شوی وو،‌ چې د علي وزیر او عارف وزیر د پلرونو په ګډون د دوی د کورنۍ پینځه تنه وژل شوي وو.

په جنوبي وزیرستان کې د عوامي نېشنل ګوند سیمه ییز مشر ایاز وزیر وایي، دا په ټوله پښتونخوا کې یواځینۍ کورنۍ ده چې تر ټولو زیات "شهیدان" لري. ایاز وایي دوی ته دا تاوان د توندروۍ څخه د سیمې د ژغورنې په خاطر اوښتی دی:

"دوی که په هدف کېږي په دې نه په نخښه کېږي چې دوی له چا سره په پوله پټي رټ دي یا یې له چا سره ذاتي معاملې لانجې دي، دوی د قوم او وطن په سر په نخښه کېږي، جاسوسۍ ته سر نه ږدي".

د علي وزیر په کورنۍ کې د عارف وزیر د مېرمنې په ګډون ۱۳ کونډې او بې شمېره یتیمان پاتې شوي خو د کورنۍ کسان یې وایي چې که په پوره کورنۍ یې هم ختم شي بیا به هم د ناامنۍ په ضد خپله مبارزه دوامداره ساتي او په شا به نه شي.

د ۳۵ کلن عارف وزیر دوه زامن او درې لوڼې دي.

د عارف وزیر د وژنې په اړه د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز دوې ورځې وړاندې رسنیو ته وویل، چې په دې اړه هیڅ معلومات نه لري، خو د واڼه پولیس وایي مقدمه یې درج کړې او د هغه په وژنه کې په لاس لرونکو پسې یې پلټنه پیل کړې ده.

علي وزیر وایي د دوی په سیمه کې په روانه ناامنۍ کې له وسلوالو سره د پاکستاني پوځ‌ لاس دی. وي او اې هڅه وکړه چې په دې اړه د پوځ دریځ واخلي خو هغوی تر اوسه په دې اړه څه جواب نه دی ویلی.