بلوچستان: په دوه بريدونو کې اووه پاکستاني سرتيري وژل شوي

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د چاؤدنې او ډزو د بريد په دوه پېښو کې د اېف سي ځواک لږ تر لږه اووه سرتيري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د يادو پېښو پخلی کړی چې تېره شپه يوه پېښه په بولان او بله په کېچ ضلع کې شوې ده.

پوځ ويلي د بولان ضلعې په پيرغايب علاقه کې تېره شپه د اېف سي ځواک په ګاډي هغه وخت چاؤدنه شوې چې دا ګادی د ګزمې د ډيوټۍ نه بيرته روان ؤ.

ويل شوي په ګاډي ترسره شوې چاؤدنه کې د یو جونيئر کمېشنډ افسر او غېر سرکاري ډرائيور په ګډون شپږ سرتيري وژل شوي دي.

د ياد بريد زمه واري وسله والې ډلې يونايټډ بلوڅ ارمي (يو بي ای) منلې ده.

پوځ ويلي بله پېښه د کېچ ضلعې په مند علاقه کې رامنځته شوې او د ترهګرو سره په نښته کې يو سپاهي وژل شوی دی.

کېچ د بلوچستان صوبې هغه ضلع ده چې د ايران سره په پوله پرته ده.

د یاد بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي او امنیتي سرتيري پکې په هدف کولی شي.

د دغو زياترو بريدونو زمه واري بلوڅ بېلتون خوښي وسله وال تنظيمونه مني.