په پاکستان کې د پایلټانو اتحاديې (پالپا) غوښتنه کړې چې پرون د جمعې په ورځ په کراچۍ کې کومه الوتکه غورځېدلې نړيوالې ادارې او پالپا دې هم د پېښې د پلټنې کولو په عمل کې شامل کړی شي.
ډان د پاکستان ائيرلاينز اېسوسي اېشن (پالپا) د عمومي سېکتر کېپټن عمران نارېجو له قوله ويلي دا هغه بدقسمته پېښې دي چې پالپا نړيږوال قوانين د پامه غورځوي د دې دپاره چې د پاکستان فضايي حدود خوندي وساتي يا بچ کړي.
ناريجو ويلي څنګه پلټنې چې په تېر وخت کې شوي هغه دوی ته قبول نه دي او که پالپا د دې پېښې په پلټنو کې شامل نه کړی شوه دوی ته به دا قبول نه وي.
هغه زياته کړې چې کله هم پالپا د خونديتوب، د الوتکې په تکنيکي توګه د خيال ساتلو او نړيوال حفاظتي قانون باندې د عمل کولو غوښتنه کړې، نو په دوی نيوکې شوي دي.
ناريجو ويلي په وروستيو کې د دوی پرضد د کرکې يو کمپاين هم چلېدلی ؤ کله چې دوی په حفاظتي قانون د عمل کولو خبره کړې وه.
هغه د پېښې زر تر زره د پلټنو او د رپوټ عام کولو غوښتنه کړې ده.
پرون د جمعې په ورځ په (۲۲م می) د لاهور نه کراچۍ ته روانه د پي ايي ای الوتکه د کراچۍ نړيوالې هوايي اډې د کوزيدو نه لږه شېبه وړاندې غورځېدلې وه.
په ياده الوتکه کې د عملې په ګډون ۹۹ تنه سواره ؤ چې پکې ۹۷ کسان مړه شوي او يواځې دوه بچ شوي دي.
د پاکستان انټرنيشنل ائير لاين (پي ايي ای) مشر ارشد ملک ويلي، غورځېدلې الوتکه په تکنيکي توګه په بشپړ ډول خوندي يا محفوظه وه.
هغه ويلي د الوتکې کوزولو دپاره پايلټ کنټرول ټاور خبر کړی او هغه ته د الوتکې کوزولو ويل شوي خو هوايي اډې ته په رسېدو الوتکه بيا چاپېره چورلېدلې ده.
هغه ويلي په دې وخت کې څه شوي دي؟ دا به په الوتکه کې د ريکارډ شوؤ خبرو څخه مالومه شي.
مرکزي حکومت د الوتکې غورځېدو د پېښې د پلټنو دپاره څلور کسيزه کميټي جوړه کړې ده.
کمېټۍ ته لار ښوونه شوې چې زر تر زره خپلې پلټنې پوره کړي او رپوټ جمع کړي.
د پالپا عمومي سېکتر په هغه بورډ تحفظات څرګند کړي کوم چې د الوتکې د غورځېدو پلټنې کوي.