دا ځل دفلمونو،مېلو اؤ چکرو نه په خالي اختر پېغلې اؤ ځلمي څه وایي؟

په پېښور کې د ځوان کهول وګړي وایي په کوچني اختر کې د سینیماګانو اؤ دسیلګرۍ دمقاماتو تړل کیدو سره دهغوئ اختر پیکه پیکه دی اؤ نه شي کولی دخپلو ملګرو سره یو ځائ داختر نه دتیر په څېر خوندونه واخلي.

۲۶ کلنه فاطمه جاوید چې دپېښور ګلبهار سیمه کې خپل بیوټي پارلر لري، وایي نور کله به یې داختر مخې ته پخپل پارلر کې د روژې وروستۍ لس ورځې بې کچه مصروفه تیرې شوې اؤ دپېغلو د ډول سینګار په کارونو به ذرې ذرې شوه .

خو هغه وایي داځل یې د روژې دمیاشتې نه وړاندې د کرونا وایرس له امله بیوټي پارلر تړل شوی ‌ؤ اؤ هغې د روژې ټوله میاشت په کور کې یوازې په عبادت اؤ اخلي پخلي تیره کړې ده .

فاطمه جاوید چې دوه ماشومان لري وایي نور کله به یې داختر په سیزن کې پیسې وګټلې اؤ بیا به دخپل میړه اؤ ماشومانو سره په اختر کې سوات یا کاغان ته چکر له تلل خو داځل یې نه پیسې ګټلې دي اؤ نه دلاک ډاؤن په وجه دکوره بهر وتلی شي.

دپېښور د ګورنمنټ کالج محصل عرفان وایي هغه داځل اختر هم اختر دپاره لکه دنور کله په څېر بشپړې تیارۍ کړي دي، نوي پیزار اؤ جامې یې اخستي دي خو نن یې یوازې داختر نمونځ کړی اؤ بیا پخپل بیټک کې دخپلو څو ملګرو سره ناست دی.

عرفان وي او ای ډيوه ته وایي” که اوس دا کرونا اؤ لاک ډاؤن نه وی نو مونږ ټولو ملګرو به په شریکه ګاډی کړی ؤ اؤ مري یا نتهیا ګلۍ ته به چکر له تلي وؤ خو بس مجبوري ده حکومت بندیز لګولی چرته هم نه شو تللی”

د پېښور د لطیف اباد سیمې سید نظیف باچا چې دګاډو مستري دی، وایي نور کله به عموماً داختر په دویمه دخپلو ملګرو سره ناران کاغان ته تللو خو داځل سردریاب ته هم څوک نه پرېښودل کیږي اؤ هغه به اختر دخپلو ماشومانو سره په کور تیروي.

دپېښور دفرنټئیر کالج زده کوونکې ثوبیه اجمل هم سږنی اختر پیکه ګڼي ، وایي نوې جامې،پیزار،بنګړي اؤ دمیک سامانونه یې اخستي دي خو نه شي کولی چې چرته دخپل فامیل سره دکوره بهر چکر ته لاړه شي.

هغه وایي داځل یې په اختر کې یوازې دخپلو خپلوانو کره دتګ پلان جوړ کړی خو له دې وړاندې اخترونو کې به خامخا دخپلې کورنۍ دغړو سره اختر کې دپېښور فیملي پارک ته تله اؤ هلته به یې په ځانګو ګانو اؤ میلو کې زانګل اؤ خوندونه به یې اخستل

دخیبر پښتونخوا حکومت د وړوکي اختر نه یوه ورځ وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وؤ چې د کوچني اختر په مهال به صوبه کې ټول دسیلګرۍ مقامات تړل شوي وي اؤ په اولس یې غږ کړی ؤ‌ چې داځل باید اختر خپلو کورونو کې په سادګۍ ونمانځي.

دپېښور د پهندو سیمې ۴۰کلن غغار علي‌ چې په سینیما دفلمونو کتلو شوقین دی، وایي داځل دهغه اختر نیمګړی دی ځکه چې سینیماګانې بندې دي.

ډیوه سره خبرو کې غفار علي وویل یره زه خو چې راځلمی شوی یم نو دخپلو ملګرو سره یوځائ خامخا دجمعې اؤ اختر په ورځ‌ په سینیما فلم ګورم خو اوس چې دا وبا(کرونا وایرس) پیدا شوې ده نو په سینیما مې فلم نه دی کتلی.

هغه وایي “حکومت ته پکار وه چې کم ازکم د اختر په مووقعه یې سینیماګانې پرانستې وې چې دې خفه خلکو خو پکې دیوې شیبې دپاره خپل غم غلط کړی ؤ کنه”

په خیبر پښتونخوا کې دکرونا وایرس د وبا له امله د مارچ دمیاشتې راهسې ټولې سینیماګانې تړل شوي دي اؤ‌ تیره اوونۍ د سینیماګانو مالکانو هم دحکومت نه غوښتنه کړې وه چې د ایس او پیز یا سپارښتنو سره باید سینیماګانو ته د پرانستلو اجازه ورکړل شي.

خو دکلتور صوبایي وزیر ښاغلي شوکت یوسفزي وي او ای ډيوه ته ویلي د سنیماګانو مالکانو تر اوسه هغوئ نه په دې اړوند کومه غوښتنه نه ده کړې ګنې حکومت به پرې خامخا غور کولو.

تاریخ کې په وړومبي ځل په دې کوچني اختر دپاکستان په یوې سینیما هم کوم فلم نندارې ته نه دی وړاندې کړل شوی اؤ نه دپاکستان کومه برخه کې دسټیج شوګانو یا سندریزو کنسرټونو تابیا نیول شوې ده