دپاکستان کرکټ ټيم پخوانی کپتان شاهد اپری هم په کرونا وایرس اخته شوی اؤ هغه وایي چې د زیارت د ورځې نه یې طبیعت ښه نه دی.
د خالي په ورځ په ټوئټر شاهد اپریدي لیکلي چې د تیرو دوؤ ورځو راهسې د هغه په وجود کې درونه دي اؤ چې دکرونا ټیسټ یې وکړو نو هغه پازټیو راغلی.
هغه پخپل دغه ټوئټ کې له خلکو غوښتنه کړې چې دهغه د روغې څټې دپاره دعاګانې وکړي.
شاهد اپریدی چې دکرکټ په لوبه کې یوه وتلې نامه ده ،دتیرې څه مودې راهسې یې پاکستان کې دمدني فعال په توګه فعالیتونه پیل کړي اؤ دهیواد بیلابیلو سیمو کې دخلکو دښېګړې کارونه کوي.
I’ve been feeling unwell since Thursday; my body had been aching badly. I’ve been tested and unfortunately I’m covid positive. Need prayers for a speedy recovery, InshaAllah #COVID19 #pandemic #hopenotout #staysafe #stayhome
— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) June 13, 2020
په ټولنیزو رسنیو په هغه دا شکونه هم کیږي چې ګنې په راتلونکي کې غواړي دسیاست میدان ته راشي اؤ ځان لکه دپاکستان دپخواني اوسني وزیراعظم عمران خان واک ته ورسوي خو شاهد اپریدی وایي چې سیاست ته د تګ هیڅ اراده نه لري.
شاهد اپریدی سره په زیاتره سفرونو اؤ دستورو کې پوځیان په نظر راځي چې له دې امله ځینې څیړونکي دا شکونه هم څرګندوي چې هغه ته دپوځ کوټلی ملاتړ ترلاسه دی اؤ پوځ په راتلونکي کې هغه یو مهم سیاسي کردار ته تیاروي خو شاهد اپریدی بیا وایي چې انسانانو سره ښېګړې یوازې دالله د رضا دپاره کوي.
البته هغه پخپلو زیاتره ویناګانو کې په ډاګیز ډول دپاکستان دپوځ ستائنې کوي.
په پاکستان کې دشاهد اپریدي ترڅنګ تر دې دمه مهم سیاسي شخصیات په کرونا وایروس اخته شوي چې هغې کې قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف،پخوانی وزیراعظم شاهد خاقان عباسي،دقامي اسمبلۍ اوسنی اؤ پخوانی اسپیکران اؤ دپارلیمان نور یو شمیر غړي شامل دي