د چین په پلازمېنه کې د کورونا له امله نوي بندیزونه لګېدلي

واشنګټن: د چین په پلازمېنه پېکنګ کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره نوي بندیزونه لګېدلي، په برازیل کې په یوه ورځ کې تر ټولو زیات کسان په کورونا اخته شوي او په امریکا کې د کورونا له امله د مړو شمېر په دوهمه نړیواله جګړه کې ددغه هېواد د قربانیانو له شمېر څخه زیات شوی دی.

په پېکنګ کې د کورونا په وړاندې پورته شویو ګامونو کې په لسګونو کورنۍ الوتنې کنسل شوي، د ټولنیز واټن ساتل پکې لازمي شوي او د هغو کسانو د تودوخې درجه کتل کېږي څوک چې د خلکو د استوګنې سیمو ته ورځي.

په پېکنګ کې د تېرې اونۍ راهیسې د کورونا ۱۳۷ نوې پېښې موندل شوي چې ټولې یې د خوړو له یوې عمده فروشۍ سرچینې اخېستې ده.

د برازیل د روغتیا چارواکو یواځې د نهې یا سې شنبې په ورځ د ۳۴۹۱۸ نویو پېښو راپوټ ورکړی. په دغه هېواد کې اوس د کورونا پېښې له نهو لکو څخه زیاتې شوې دي او له امریکا وروسته په نړۍ کې دوهم نمبر تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد ګڼل کېږي.

د برازیل ولسمشر بیا هم دغه وایرس ته په جدي سترګه نه ګوري او له کاروبارونو څخه د بیا پرانېستل کېدو غوښتنه کوي.

د هغه لوی درستیز والټر نیټو د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، "هلته بحران شته او مونږ له ځپل شویو کورونیو سره همدردي څرګندوو خو اوس کنټرول شوی دی."

د پان امېرکن روغتیايي ادارې مشر کریسا ایټین د نهې په ورځ وویل، "په برازیل کې زمونږ د سیمې ۲۳ فیصده پېښې او ۲۱ فیصده مړینې کېږي او مونږ یې په خپرېدو کې کموالی نه وینو."

هغه وړاندې وویل، د کورونا دغه حال د لاتینې امریکا په ټولو هېوادونو کې دی.

پیرو هم په کورونا وایرس سخته ځپل شوې او د نهې یا سې شنبې تر ورځې پورې پکې د مړینو شمېر له ۷۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

د هندوراس ولسمشر د نهې ناوخته اعلان وکړ چې دې هم په کورونا اخته شوی دی.

په امریکا کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له دوه میلیونو او د مړو شمېر له ۱۲۰۰۰۰ څخه اوختی دی.

د نیوزېلېنډ لمړۍ وزیرې د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دې لوړ پوړی پوځي مشر د تجرید او قرنطین د مرکزونو څارلو ته ګمارلی.

په داسې حال کې چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کورونا واکسین پر جوړېدو او ازمویل کېدو باندې کار روان دی، د روغتیا نړیوالې ادارې د هغو کلنیکي ازمېښت د پایلو هرکلی وکړ چې د ډیکسامیتازون درمل کولای شي د کورونا د سختو ناروغانو په درملنه کې مرسته وکړي.

د اکسفورډ پوهنتون یوې ډلې یاد درمل د کورونا تر ۲۰۰۰ زیاتو سختو ناروغانو ته ورکړی او له پایلو یې دا جوته شوې چې د کورونا په سختو ناروغانو کې چې ورته د وینټېلېټر پواسطه ساه ورکول کېدله ۳۵ فیصده مړینه کمه شوې ده.