عمران خان: که راتلونکې میاشت خلک احتیاط وکړي د کرونا وبا له لوی خطره به و ژغورل شو

واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا په هېواد کې د ټولبند یا لاک ډاون په اړه د خپل حکومت د پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې دوی په دې اړه هیڅ د ګډوډۍ ښکار نه دي او اوس یې بیا یواځې په هغو سیمو کې لاک ډاون کړی چې کرونا وایرس پکې زیات خپور شوی.

د کرونا وایرس په اړه په قومي اسمبلۍ کې په لومړي ځل د وینا په مهال عمران خان د اپوزیشن ګوندونو نیوکو ته په جواب کې دا تاثر رد کړ، چې ګواکې حکومت یې د کرونا وایرس په مخنیوي کې ناکامه شوی دی. عمران خان وویل:

"اوس له موږ سره دوې لارې دي که مو احتیاط وکړ نو زموږ د روغتیا نظام یې کنټرولولای شي خو بې احتیاطي کېږي چې له بده مرغه هره ورځ یې رپوټونه راځي، که موږ دغه [د جولای] میاشت احتیاط وکړو نو د دې وبا له اغېزو ژغورل کېدای شو".

عمران خان وویل چې دا مهال ټوله نړۍ د کرونا وایرس له کبله له اقتصادي بحران سره مخ ده او اقتصادي وده اغېزمنه شوې ده. وایي که د پاکستان ابادي د سینګاپور برابره وای نو بیا لاک ډاون ګټه کوله.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونه په وروستیو کې د حکومت پر دې پرېکړه نیوکې کوي چې وایي لاک ډاون یې ختم کړ ځکه په هېواد کې د کرونا وایرس پېښې زیاتې شوې او زیات خلک ځنې مري.

عمران خان وویل راتلونکې ورځې د دې وبا په اړه ډېرې مهمې دي او ویې ویل چې د پارلمان د ټولو غړو ذمه واري ده چې خلکو ته ووایي د بوډاګانو، ناروغانو او زیاتو حساسو خلکو ژوند ژغورل څومره مهم دي.