پنجاب کې د القاعده ډلې پینځه ترهګر سزا شوي خو عمران خان یې پخوانی مشر اسامه شهید ګڼي

واشنګټن ـــــ د پنجاب د ګوجرانواله ښار یوه عدالت د ناقانونه ګرځول شوې القاعده ډلې پینځه غړي په داسې ورځ شپاړس کاله سزا کړي چې د ملک وزیراعظم عمران خان د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د دې ډلې پخوانی مشر اسامه بن لادن "شهید" بللی.

د ګوجرانواله ښار د ترهګرۍ ضد عدالت چې د پنجشنبې- زیارت په ورځ کوم پینځه کسان سزا کړي په هغوی کې عبدالله عمیر، احمد الرحمن، عاصم اکبر سعید، محمد یعقوب او محمد یوسف شامل دي خو د دوی د استوګنې ځای یې نه دی ښوولی.

د عدالت د پرېکړې له مخې د القاعده ډلې دغو پینځو غړو ته پینځه کاله د بند سزا د ترهګرو د مالي مرستې، اووه کاله د چاودېدونکو موادو د ساتلو، درې کاله له القاعده ډلې سره د کار کولو او یو کال د ممنوعه کتابي موادو د ساتلو په تور اورولې ده.

عدالت د بند د سزا تر څنګ د دغو پینځو ترهګرو د جایدادونو د ضبطولو امر هم کړی دی خو دا نه دي ویل شوي چې د دوی جایدادونو په کوم ځای کې دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون په قومي اسمبلۍ کې د خپلو خبرو په مهال د ترهګرۍ په ضد جګړه کې له امریکې سره د پاکستان د تېرو حکومتونو تګلاره وغندله او ویې ویل چې ډرون بریدونه د هغوی په خوښه کېدل. عمران خان وویل:

"امریکایان راغلو په ایبټ آباد کې یې اسامه بن لادن و وژاژه شهید یې کړ".

د ګوجرانواله د ترهګرۍ ضد پولیسو د ادارې سي ټي ډي ویاند وي او اې ته ویلي چې سزا شویو ترهګرو تېر کال په دې ښار کې هغه ونیول شوی چې د ترهګرۍ یو پلان یې جوړاوه.

د ځینو څېړونکو په باور د پاکستان حکومت، امنیتي ادارو او عدالتونو په تېرو څو میاشتو کې د ناقانونه وسلوالو او توندروه ډلو په ضد ګړندي ګامونه اخیستي دي چې وایي د دې تړاو د ایف اې ټي ایف له غوښتنو سره دی چې له پاکستانه د ترهګرو د مالي سرچینو بندول غواړي.

دا په دوو اوونیو کې له ترهګرو سره د مالي مرستو په تور د سزا دویمه پرېکړه ده، د جون پر اتلسمه هم د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت د نړیوال ترهګر پېژندل شوي حافظ سعید د ډلې جماعت الدعوه څلور مشران سزا کړي وو.

خو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په تېرو ورځو کې پخپل کالني رپوټ کې یو ځل بیا دعوه کړې وه چې پاکستان د هغو ترهګرو په ضد ګامونه نه دي اخیستي چې په هند او افغانستان کې په وسلوالو بریدونو کې لاس لري چې پاکستان یې دا دعوه رد کړې ده.