واشنګټن ــــ د بلوچستان د روغتیا ادارې په وینا د چاغي ضلعې په دالبندین سیمه کې یو بل ماشوم ته د پولیو ناروغي ور پورې شوې چې له دې سره په صوبه کې سږ کال له ګوزڼ ناروغۍ د اغېزمنو ماشومانو شمېر 14 ته رسېدلې.
د بلوچستان د پولیو د مخینوي څانګه وایي د دې د بدن نمونې یې د ازموینې لپاره اسلام اباد لیبارټري ته لېږلې وې چې وایي اوس یې په بدن کې د پولیو وایرس موندل شوي دي.
د پولیو د مخنیوي د صوبایي څانګې مشر ډاکټر افتاب کاکړ وایي، د کرونا وایرس له کبله په پاکستان کې تر 40 میلینه زیات ماشومان د پولیو ضد کمپاین له څاڅکو محرومه شوي دي:
"له فرورۍ میاشتې زموږ د پولیو ټول کمپېنونه د کوویډ-۱۹ له کبله ځنډېدلي دي، ښکاره خبره ده چې کوشنیانو ته څاڅکي ور نه کړل شي نو د قوت مدافعت په جوړېدو کې یې فاصله راځي له همدې وجې ماشومان اغېزمن شوي دي".
ډاکټر افتاب کاکړ وایي سږ کال تر اوسه په ټول پاکستان کې د پولیو 55 پېښې رپوټ شوې دي. هغه وایي چې په پېښور، کوټه او کراچۍ کې اوس هم د پولیو وایرس موجود دی خو وایي دا اوس مرکزي سیمو ته هم لېږدي:
"وایرس په فضا کې هم او په انسانانو کې هم لا شته، دا په دوبي [اوړي] کې په اسانۍ سره یو بل ځای ته ځي، له افغانستان سره زموږ سرحدي سیمې هم د دې وایرس مرکزونه دي".
ډاکټر افتاب کاکړ وایي په صوبه کې د پولیو ضد کمپېنونه درېدلي دي خو وایي د ماشومانو د ژغورنې لپاره یې د معمول ایمیونایزېشن کمپېن پیل کړی او هغوی ته وېکسین ورکوي.
د روغتیا ماهرین وایي که په پاکستان کې سمدستي د پولیو د مخنیوي کمپېنونه پیل نه شول نو د سږ کال تر پایه په پاکستان کې د پولیو پېښې دوه سوه ته رسېدای شي. ډاکټر افتاب تمه څرګندوي چې د جولای له 20مې به خپل کمپېن پیل کړي او وایي چې په دې اړه یې خپل پلان تیار کړی دی.