د هند پوځ خپلو افسرانو او پوځیانو ته امر کړی ټولنیزې رسنۍ دې نه کاروي

واشنګټن ـــــ د هندوستان پوځ خپلو افسرانو او پوځیانو ته امر کړی چې د جولای تر 15مې پورې د فېسبوک او انسټاګرام په ګډون په 89 موبایل ایپلیکېشنونو او ټولنیزو رسنیو کې خپل اکاونټونه بند کړي.

هندي پوځ د سوشل مېډیا د حساسو اېپونو د نه کارولو امر د خپل هېواد او پوځ د حساسو معلوماتو د افشا کېدو، د امنیتي اندېښنو او د ملي ګټو د خوندیتوب په خاطر کړی دی.

د هندوستان د پوځ له خوا په خپره شوې هدایتنامه کې ویل شوي چې که کوم افسر یا پوځي له دې امر څخه سرغړونه وکړه نو په ضد به یې ګامونه اخیستل کېږي.

د یوې اندازې له مخې د ټولنیزو رسنیو د اکاونټونو له ختمولو سره به د هندوستان د پوځ شاوخوا 15 لکه افسران او پوځیان د فېسبوک، انسټاګرام او د نورې سوشل مېډیا له کارولو محرومه شي.

د هند پوځ چې خپلو عسکرو ته په کومو ایپلیکېشنونو کې د خپلو اکاونټونو د ختمولو امر کړی په هغوی کې 59 اېپونه د چین دي،‌ چې یو پکې مشهور "ټیک ټاک" هم دی چې د هند حکومت ورباندې تازه بندیز لګولی.

د تېر کال په نومبر میاشت کې هم د هند پوځ خپلو پوځیانو ته د سرکاري چارو او اړیکو لپاره د واټسیپ نه کارولو امر کړی وو او پر حساسو څوکیو ګومارل شوو افسرانو ته یې هم امر کړی وو چې خپل د فېسبوک اکاونټونه ختم کړي.

د ټایمز آف انډیا په نوم ورځپاڼې د یوه پوځي افسر له خولې ویلي، پوځ یې د ټولنیزو رسنیو د اکاونټونو د ختمولو امر ځکه کړی چې وایي د پاکستان او چین د استخباراتي ادارو له خوا یې په آنلاین بڼه د افسرانو او پوځیانو د هدف کېدو پېښې زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې د 2019م کال په دسمبر کې د هندوستان سمندري ځواکونو هم د خپلو ټولو پوځیانو له خوا د فېسبوک پر کارولو بندیز لګولی وو او هغوی یې خپلو مرکزونو، د بېړۍ جوړولو ځایونو او جنګي الوتکو ته د سمارټ فون له وړلو منع کړي‌ وو.

د هندي رسنیو د خبر له مخې پر ډېرو داسې پوځي افسرانو په پوځي عدالتونو کې مقدمې (کورټ مارشل) شوې دي چې وایي د خپلو پوځیانو د ګزمې، پوځي دستو او د جنګي بېړیو په اړه حساس معلومات یې پر فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو خپاره کړي وو.