ایران د چابهار د رېل پټلۍ له درې اړخیزې منصوبې هندوستان و ایست

واشنګټن ــــ ایران د چابهار بندر د رېل پټلۍ جوړېدو په منصوبه کې د فنډ د ځنډ پر سر هندوستان له دې منصوبې ایستلی دی چې له کبله یې د هند اپوزیشن ګوندونو پر وزیراعظم نریندرا مودي نیوکې کړې دي.

د هندوستان هندو ورځپاڼې د نهې- سه شنبې په ورځ‌ د ایران د حکومتي سرچینې له خوا خبر ورکړی وو، چې وایي د هند له خوا دا منصوبه د ځنډ ښکار وه، ځکه یې نو اوس پرېکړه کړې چې نور دا منصوبه پخپله بشپړه کړي.

په هند کې اپوزیشن ګوندونو دا د خپل هېواد لویه ناکامي بللې او د وزیراعظم نریندرا مودي حکومت یې په دې برخه کې په سفارتي ماتې تورن کړی دی. د اپوزیشن تر ټولو لوی ګوند کانګرس یوه مشر راهول ګاندي د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي، چې هند نړیواله پالیسي له ناکامۍ سره مخ ده:

"موږ په هر ځای کې عزت او زور بایلو او د هند حکومت یې په چل نه پوهېږي چې څه وکړي".

د ایران له چابهار بندره زاهدان او بیا د افغانستان تر پولې د رېلوې پټلۍ دا منصوبه څلور کاله وړاندې په 2016م کال کې وزیراعظم نریندرا مودي، د ایران ولسمشر حسن روحاني او افغان ولسمشر اشرف غني لاسلیک کړې وه.

د څېړونکو په وینا د دې منصوبې په وسیله هندوستان غوښتنه لرله چې افغانستان او د منځنۍ اېشیا هېوادونو ته له یوې متبادلې لارې څخه رسایي ولري، خو وایي اوس د هند پر بهرنۍ پالیسۍ د امریکې اغېز په زیاتېدو دی او دغه لار ورته ګټوره نه ښکاري.

د ایران د ټرانسپورټ وزیر محمد اسلامي تېره اوونۍ د 628 کیلومیټره اوږدې پټلۍ د غزولو منصوبه پرانیسته، چې د ایراني چارواکو په وینا په 2022 کې به بشپړه شي.

ټاکل شوې وه چې د هند د رېلوې جوړولو کمپنۍ (ارکون) د پټلۍ د دې درې اړخیزې منصوبې لپاره په تکنیکي، د پاسني جوړښت او د پټلۍ هوارولو لپاره شاوخوا 1.6 اربه ډالره مرسته کړې وای، خو د ایراني چارواکو په وینا اوس یې ورته له قومي پرمختیایي بودیجې څخه په پیل کې څلور سوه میلینه ډالره ورته ځانګړې کړې دي.