عمران خان: د دیامیر بهاشا ډېم کار نن پیل شو، دا به د پاکستان د تاریخ درېیم لوی ډېم وي

واشنګټن ـــــ وزیر اعظم عمران خان وایي حکومت یې د پاکستان د تاریخ درېیم لوی دیامیر بھاشا ډېم جوړ‎وي، چې وایي دا به د اوبو په زېرمه کولو، خلکو ته په روزګار ورکولو او د اقتصاد په برخه کې لوی کردار تر سره کړي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د ډیم له دورې وروسته د دیامر ضلعې په چلاس کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وزیراعظم وویل، هغه قومونه ترقي کوي چې ګرانې پرېکړې کوي، لویې فیصلې لوی قومونه جوړوي:

"د دې ډېم د جوړولو پرېکړه 50 کاله مخکې شوې وه، خو کار ورباندې نن پیل شو، همدا تر ټولو لویه وجه ده چې موږ ترقي نه ده کړې. د ډېم جوړولو لپاره تر دې بل ځای ښه نه شي کېدای، دا یو قدرتي ډېم دی".

عمران خان وویل، په پاکستان کې له اوبو د بجلۍ جوړ‎ولو ډېرې ذخیرې شته، خو وایي له بدہ مرغه پخوا ډېمونو جوړ‎ولو ته پام ونه شو او پر ځای یې په ګرانه بیه له تېلو د بجلۍ جوړ‎ولو غلطه پرېکړه وشوہ چې وایي صنعتي ترقي یې اغېزمنه کړه.

په 15 اربه ډالرہ له جوړ‎ېدونکي دیامیر بھاشا ډېم څخه به 4500 مېګاواټه بجلۍ جوړېږي او 6.4 میلینه ایکړ‎ہ فوټه اوبه به ذخیرہ کوي چې 12 لکه ایکړه مځکه به هم ترې اوبه کېږي.

دا ډېم به تر توربېلې ډېم 315 کیلیومیټره اوچت په اباسین باندې جوړېږي‌ چې له وجې به یې د توربېلې ډېم عمر پینځلس کاله نور زیات شي.

وزیراعظم د پښتونخوا صوبې وزیراعلی محمود خان ته امر وکړ، چې په حکومتي شرطونو په خپله صوبه کې د سیلګرۍ پیلولو لپاره انتظامات وکړي.

د پاکستان د اوبو او بجلۍ مرکزي اداره (واپډا) وایي، د دې ډېم جوړولو ټېکه په ګډه سره پاور چاینا او د پوځ تعمیراتي ادارې فرنټېر ورکس ارګنایزېشن ته ورکړل شوې ده، چې وایي د غټو ډېمونو جوړولو هیڅ تجربه نه لري.

د فنډ د نشتوالي له کبله څو ځله پر دې ډېم کار درېدلی دی خو اوس پاکستان هڅه کوي چین په دې راضي کړي چې دا غټ ډېم د چین پاکستان د اقتصادي لارې د منصوبې سیپېک له مخې جوړ کړي.

هندوستان د دیامیر بهاشام ډېم پر جوړولو اندېښنې ښودلې او وایي چې پاکستان دا ډېم په ګلګت بلتستان سیمه کې جوړوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ لانجمنه سیمه ده خو پاکستان د هند دا دعوې رد کړې دي او وایي چې دا ډېم د ګلګت بلتستان له دیامیر ضلعې سره سره د پښتونخوا په کوهستان ضلع کې جوړېږي.

چین هم د هند له خوا په ګلګت بلتستان کې د دیامیر بهاشام ډېم جوړولو باندې اعتراض رد کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان او چین تر منځ له یو بل سره اقتصادي مرسته به په سیمه کې پرمختیا ته وده ورکړي او د عامو خلکو ژوند به ورسره ښه شي.

د دیامیر بهاشا ډېم د رایلټي یا امتیاز په اړه اوس هم د پښتونخوا او ګلګت بلتستان حکومتونه له یو بل سره په جګړه کې دي او دواړه د هغې مځکې دعوه کوي چې د دې ډېم بجلیګر به ورباندې جوړېږي.

په 2008م کال کې د دیامیر بهاشام ډېر لپاره د مځکې اخیستل پیل شوي‌ وو او هغه وخت د مځکې اخیستو خرچه 46 اربه روپۍ لګول شوې وه چې وروسته یې بیه 74 اربه روپیو ته او بیا 103 اربه روپیو ته ورسېده.

حکومت تر دې دمه په دې اړه کې 86 اربه روپۍ د مځکې په مالکانو کې تقسیم کړې دي او په روان مالي کال کې یې د دې لپاره څلور اربه روپۍ ایښې دي.