د پښتونخوا په مردان کې پولیسو د بودا د موندل شوې مجسمې ماتوونکي ونیول

واشنګټن ـــــ د پښتونخوا د مردان ضلعې په تخت بای سیمه کې پولیسو د بودا د هغې نوې موندل شوې مجسمې د ماتولو په توره څلور کسان نیولي، چې درې اوونۍ وړاندې د مځکې د کیندلو په مهال ښکاره شوې وه.

د تخت بای په سري بهلول کلیواله سیمه کې درې اوونۍ وړاندې مزدورانو د یو کور جوړېدو لپاره مځکه کیندله چې پکې یوه مجسمه مخې ته ورغله او د تر لاسه شویو معلوماتو په بنیاد دوی دغه مجسمه د یو "مذهبي مشر په وینا" ماته کړه.

د بودا د مجسمې د ماتولو نن د شنبې- خالي په ورځ هغه وخت مخې ته راغله چې ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه او پکې ښکارېدل چې څلور تنه پر مځکه پرته مجسمه په ماتروړ ماتوي. له دوی څخه یو تن- چې پولیسو نیولی- وي او اې ډیوه ته وویل:

"موږ کودایي کوله نورې ګټې هم پکې راغلې دا ګټه [مجسمه] هم پکې راغله توره ګټه وه، زه چې راغلم مزدورانو یې یوه لوېشت ځای مات کړی وو، بیا موږ ویل دا له دې ځایه لرې کړئ ماته یې کړئ، بیا یو بل کس راغی موږ ماتوله هغه ویل دا خو بوت دی".

د مردان د لرغونو آثارو پوهان سري بهلول سیمې ته ورغلي او وایي دوی هڅه کوي چې د ماتې مجسمې ټوټې را ټولې کړي او بیرته یې جوړه کړي. دا چې په تاریخي توګه د بودا دغه ماته کړل شوې مجسمه څومره ارزښت لري، د مردان د لرغونو آثارو د ادارې مشر میا وهاب شاه وایي:

"په ویډیو کې یې چې کومه اندازه کېږي د هغه له مخې د دې مجسمې لوړوالی له پینځو تر شپږ یا اوو فوټو پورې ښکاري او دا چې له تورې ډبرې جوړ دی نو اصل دی".

میا وهاب شاه وایي د مجسمې د ماتولو په تور د نیولو شویو کسانو قمر زمان، امجد، حلیم او سلیمان په ضد یې مقدمه درج کړې ده او د هغه په ضد به د لرغونو آثارو د قانون له مخې ګامونه اخیستل کېږي.

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د بودا د مجسمې د ماتولو غندنه کړې ده. د عوامي نېشنل ګوند د کلتور صوبایي مشر ډاکټر خادم حسېن پر خپل ټویټر د خپل ګوند له خوا د مجسمې ماتوونکو په ضد د قانوني ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده:

"موږ د مردان په تخت بای کې د بودا د موندل شوې مجسمې د ماتولو په کلکه غندنه کوو او داسې ګڼو لکه زموږ تاریخي شعور چې وران شوی او ټوټې کړل شوی وي".

د خیبر پښتونخوا د لرغونو آثارو د څانګې او میوزیم مشر ډاکټر عبدالصمد وایي، د بودا دغه مجسمه د ګندهار تهذیب ده او وایي شاوخوا 1700 کاله زړه ښکاري.

له پېښوره د اتیا کیلومیټره په فاصله د مردان تخت بای سیمه د بودا دین لرغونی ټاټوبی او د ګندهار تهذیب مرکز ګڼل کېږي چې وخت په وخت پکې زرګونه کاله پخواني لرغوني آثار موندل کېږي.

د یادونې وړ ده چې په تېر 2019م کال کې هم د مردان د سلیم خان سیمې په شېخ یوسف کلي کې هغه وخت د بودا دوې مجسمې موندل شوې وې، چې خلکو د یو مړي لپاره قبر کیندلو.